د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قومندان افغانستان کې پرمختګ ښیي خو څیړونکي شک لري


امریکايي قومندان افغانستان کې پرمختګ ښیي خو څیړونکي شک لري
امریکايي قومندان افغانستان کې پرمختګ ښیي خو څیړونکي شک لري

په افغانستان کې د امریکا او ناتو د قواوو عملیاتی قوماندان وایی چې دده تر قوماندې لاندې قواوې پروسږکال ښه پرمختگ کړیدی او په ژمي کې هم کار کوي ترڅو د طالبانو لپاره چې په پسرلي کې بیا د جنگ ډگر ته راځي ماحول ناسازگاره کړي. خو د جنگ د وضعې څیړونکی وایي، ٢٠١٠ هغسې چې باید وای هغسی نه دی او د جنگ په ستراتیژۍ کې د تغیر غوښتونکی دی.

جنرال ډیوډ راډریگویز وویل تیرکال چې افغان او بین المللی قواوې زیاتې شوې او د ملکي ادارو سره ښه هما هنگي منځ ته راغلې ده، نو دا کار ددې باعث شوی دی چې د امنیت ساحې پراخې شي اود عاموافغانانو په ژوند کې ښه والی منځ ته راغلی دی.

هغه د پنتاگان په خبرې کانفرانس کې وویل چې د سږکال د ژمي د جگړې په سوړوالي کې چې طالبان معمولاً له خلکو سره یوځای ژوند کوي اویا هم پاکستان ته ځي، دده قوه لگیاده ماحول ناسازگاره کوي چې طالبان د پسرلي په موسم کې حملې بیا پیل کړي.

رادریگویز وايي: "زمونږ تمرکزهمدا اوس دادی چې د ژمي په وخت کې چې زیاتره د تشدد په پیښو کې کموالی راځي او دښمن بیا میدان ته راوځي، ځان په نوو وسلو سمبالوي، بیاروزنه ترلاسه کوي او د پسرلی او اوړي حملې پلان کوي، مونږد ځنو شیانو عملی کول گړندی کړو. او په داسې حال کې چې دا کار دوام لري، مونږ راتلونکي عملیاتو ته مسیر ټاکوترڅود پروسږکال په تله ماحول نور هم د دښمنانو لپاره ناسازگاره کړو."

جنرال رادریگویز وویل چې د زیاتو افغان او بین المللی قواوو شته والي او د طالبانو د کنټرول په پخواني ساحو کې د ملکي مامورینو زیاتوالي ددې سبب شوي دي چې پرمختگ دپخوا په تله نورهم یقینی شي. اوس خلک د طالبانو د وسلو او مراکزو په هلکه زیات معلومات راکوي او دده تر قوماندې لاندې قواوې په اغیزمنه توگه د یاغیانو مشران په نښه کوی.

مگر جنرال راډریگویز دا خبره مني چې ډیرکار اوس هم پاتې دی اووايي چې طالبان اوس هم ختم نه دي او دوی به هڅه وکړي چې په پسرلي کې په پوره قوت بیرته را څرگند شي. جنرال دا اټکل کوي چې دا ډله به ونه غواړي چې نیغ په نیغه د بین المللی او افغان قواوو سره مقابله ونه کړي مگر یوه بله ستراتیژي به خپله کړي. رادریگویز وايي: "هلته د حالاتو د بدلیدلو په سبب، دوی به د یوې بلې ستراتیژۍ سره راشي، دوی به په مشرتابه د حملو په فکرکې شي او په سیاسي مشرانو او هغو کسانو باندې ډیر تمرکز وکړي چې د حکومت ملاتړي دي.

جنرال وايي چې طالبان به هغه پخواني طالبان چې حکومت خوایې نیولې ده په نښه کړي. هغه وايي چې په اوس وخت کې د ادغام په پروگرام کې زروکسانو برخه اخیستې ده او افغان حکومت اوس په دې موقف کې دی چې نوروته هم بلنه ورکړي.

په واقعیت کې د جنرال دغه ارزونه په پوځونو، ملکیانو او د سیستم په جوړولوکې متمرکزه ده چې کیدای شي سږکال پرمختگ گړندی شي.

خو د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د جگړې څیړونکی وايي چې د نهه کلنې منازعې په اړه دا یو ډیرمایوسه کونکی رپوټ دی. مېچل اوهانلان چې د بروکنز په انستیتوت کې یوه مقاله خپره کړیده، د سه شنبې په ورځ ددې غوښتنه کړیده چې په ستراتیژۍ کې ځنی بدلونونه راشي ترڅو د حکومت په اړه او همدارنگه د ادارې فساد سره په مقابله کې چټکوالی رامنځ ته شي او پاکستان دې ته وهڅول شي چې پخپله خوا کې د یاغیانو مراکزاو خوندي ځایونه وتړي. اوهانلون وايي:

"زه فکر نه کوم چې ٢٠١٠ کال یوه فاجعه وه. ډیر ښه شیان په دې کال کې ترسره شول. خو باید ډیرزیات خوشبینه هم ونه اوسو ترڅوملي روحیه غښتلې وساتو."

اوهانلون چې د عراق په برخه کې دده څیړنې د امریکایانو نظر د عراق د جگړې په اړه بدل کړل او امریکا یان یې وهڅول چې په ٢٠٠٧ کال کې حالات وزغمي. دی د جنرال رادریگویز د بریالیتوب په ادعا کې چې سږکال به ترلاسه شي ډیرباورنه لري. جنرال رادریگویز وايي:

"زه مخالف ددې نه یم چې جنرال رادریگویز څه وايي او زه په هغه څه چی دی لگیادی کوي يي، د هغه ستاینه کوم خو زه په عین حال کې دده په دې ادعا چې بریالیتوبونه یې لاس ته راوړي شک لرم."

اوهانلون خاصتاً په دې اړه اندیښمن دی چې باید په تاوتریخوالی کې کافی کمښت راشي او د افغانستان په ډیرو برخو کې حالات سم شي او افغان حکومت په دې وتوانیږي چې خلکو ته لازم خدمات ورسوي، نه دا چې په ځان تیارولو کې وخت تیر کړي. که چیرې دغه کارونه د څو میاشتو په حدودو کې سرته ونه رسیږي، نو په دې صورت کې باید دامریکا متحده ایالات په خپلې ستراتیژۍ کې کافي بدلون راولي او د خپلو عسکرو په ایستلو کې په چټکی اقدام وکړي، د امنیتی زونو د پراخوالی کار ورو کړي او افغان امنیتی ځواکونو ته د چارو سپارل گړندي کړي.

د پاکستان د مرستې په هکله، جنرال رادریگویز وویل چې دی هیله لري د پاکستان پوځ په پخپلو سرحداتو کې د افغان یاغیانو ځالې له منځه یوسی، او که چیرته دوی په شمالی وزیرستان کې د یاغیانو ځایونو ته ورنه شي نو دا به دده په ماموریت کې خنډ رانه ولي او دی به دافغانستان په دننه کې د طالبانو ځپلو ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG