د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: په افغانستان کې ناټو پرمختګ کوي


د افغانستان ددفاع وزارت پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چی د امریکا په مشري قواوي د افغانستان په ځینو خاصو سیمو کي د طالبانو په مقابل کی پرمختگ کوي او دا ښئي چی په هغه جنگ ځپلي هیواد کي د جمهوررئیس براک اوباما ستراتیژي کار کوي.

د پنټگان مطبوعاتی منشي ( جیوف موریل ) وویل چی د افغانستان په جنوب کي حالات سخت دي. مگر هغه وویل چی په شمال کي د طالبانو زور کم سوی دی او له بلي خوا په لویدیځ کي او په خاص ډول په ختیځ کي چی طالبان په آسانۍ سره پاکستان ته اوښتلای سي، پرمختگ راغلی دی.

( موریل ) دغه راز د هلمند د ولایت د مارجې په ښار کي هم د پرمختگ ذکر وکړ، که څه هم چي د هغه ښار اوسیدونکو ته د طالبانو له خوا سر په سر گواښونه کیږي. هغه وویل چی په کابل کی هم په امنیتي چارو کی پرمختگ سوی دی.

موریل دا تبصره یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چی د امریکا ددفاع وزیر د صبر او زغم غوښتنه وکړه او ویې ویل چی خلک باید د هغي ستراتیژۍ په تطبیقیدو کي چی ددې کال په سرکي اعلان سوه، دومره ژر د ډیرو گټورو نتیجو توقع ونه کړی.

گېټس وویل چی په افغانستان کی د امریکا او ناتو د قواوو قوماندان جنرال

( سټېنلي میک کریسټل ) په دې باور لري چي دی به ددې کال تر پای پوري چی د جگړو د نتیجو تازه جاج اخیستل کیږي، پرمختگ وښئي.

XS
SM
MD
LG