د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی څارنوال افغانستان ته تللی


د متحده ایالاتو لوی څارنوال ایریک هولډر نن دافغانستان دحکومت دمامورانو سره د اداري فساد په خلاف د مبارزی او دافغانستان دعدلی نظام داصلاح کولو په هکله خبر یوکړی.

ښاغلي هولډر په یوه بیانیه کی وویل چې رشوت خورئ او اداری فساد په خلاف مبارزه او په افغانستان کی دقانون دحاکمیت ملاتړ داوباما دحکومت لپاره دوه مهم اولیتونه دي.

هولډر وویل چې متحده ایالات به دیوه موثر او قابل عمل جنایی عدلی نظام د جوړولو لپاره دافغانستان دحکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

د امریکا دعدلی وزارت وایی چې افغانستان ته دښاغلي هولډر سفر په وخت دافغان او امریکایی مامورانو سره ملاقاتونه شامل وي.

هولډر خپل دا سفر په داسی وخت کی کوی چې د رشوت خورئ او اداری فساد په خلاف د افغانستان د حکومت دمبارزی د کوښښونو په وجه دامریکا او افغانستان د مامورانو ترمنځ زیات تشنج زیات شوی دی.

دسه شنبی په ورځ دافغانستان لوی څارنوال په کابل کی دامریکا په سفیر کارل ایکنبیری باندی الزام ولگوه چې هغه ته یی گواښ کړی ؤ که دیوه افغان بانکدار په خلاف یی اقدام ونه کړ نو د وظیفی نه به یی لری کړی. په نوموړي بانکدار باندی د غبن او دوکی تورونه لگول شوی دي.

XS
SM
MD
LG