د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د نړیوال کنفرانس نه د امریکا هیلې


د رویټرز خبري اژانس د نن ورځې په ګڼې کې په کابل کې د نړیوال کنفرانس په اړه په یوې مقالې کې لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره میرمن هیلري کلنټن به په راتلونکې اونۍ کې په کابل کې په یوې مهمې غونډې کې د برخې اخیستو لپاره روانه شي.

امریکایي چارواکي هیله لرې چې پدغې غونډې کې به د افغانستان د هغې جګړې اوږدمهاله هدف یو څه واضح شي چې د امریکا لپاره زیاته ګرانه تمامیږي، امریکایي ولس یې هم چندانې ملاتړ نکوي او بله دا چې تر اوسه یې په سر او بر هو څوک سم ندي پوه.

رویټرز وایي چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی به پدې غونډې کې د حکومت دارۍ، امنیت او اقتصاد د پرمختګ لپاره خپل راتلونکی پلان د نړۍ د زیات شمیر د بهرنیو چارو د وزیرانو او چارواکو سره شریک کړي.

امریکایي چارواکي هیله لري چې پدې غونډې کې به د افغانستان حکومت پدې اړه وغږیږي چې کله به د خپل هیواد د امنیت ساتنې بار پخپلو اوږو اخلي چې دا کار د امریکا د جمهور رییس اوباما د هغې ژمنې د پوره کیدو لپاره مهم ګڼل کیږي چې ویلي دي د راتلونکي میلادي کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل شي.

رویټرز وایي چې د افغانستان د جګړې نهه کاله تیر شول او 345 میلونه ډالر پرې ولګیدل او اوس د دې پته ولګیده چې دغه جګړه په غلطه خوا روانه ده.

په امریکا کې د افغانستان د چارو یوه کارپوه رویټرز ته ویلي دي چې د کابل په کنفرانس کې به امریکا او انډیوالانو ته یې لږ تر لږه دا څرګنده شي چې د افغانستان د ماموریت بشپړ کیدل به څومره لګښت ته اړتیا ولري او بله دا چې په افغانستان کې به زمونږ د وړاندې تګ لاره یو څه معلومه شي چې مونږ راتلونکی ګام په کوم لوري واخلو.

رویټرز وایي چې امریکایي چارواکي هیله لري چې د جمهور رییس حامد کرزي د هغه پلان په برخې کې هم پرمختګ وویني چې غواړي د ټیټې کچې طالبان دیته وهڅوي چې د جګړې نه لاس واخلي او د ټولنې سره یو ځای شي او د یوې سیاسې حال د لارو چارو د لټولو لپاره باید چې د طالبانو د مشرانو سره هم د خبرو کولو لارې چارې ولټول شي.

اژانس وایي دا چې په افغانستان کې دغه سیاسي پروسه به څنګه عملي شي او دا چې د طالبانو د پخلا کیدو نه وروسته به هغوي ته څه ډول سیاسي وړاندیزونه وشي دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان په راتلونکې باندې به ستره اغیزه ولري، دا به هم څرګنده شي چې آیا امریکا به په افغانستان کې د طالبانو په شتون کې د دغه هیواد سره څه ډول اړیکې ولري.

XS
SM
MD
LG