د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دا منلې چې د بګرام زندان افغانانو ته وسپاري


دامریکا متحده ا یالاتو له دې سره موافقه کړیده چې په افغانستان کې د بگرام د مهم زندان کنترول افغان چارواکو ته وسپاري. چارواکي وایي چې دافغانستان ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ او دامریکا جگپوړه نظامي قوماندان ستر جنرال جان الین نن د جمعې په ورځ دتوافق دغه سند لاسلیک کړ. ددغه سند له مخې به د بگرام زندان د شپږو میاشتو په ترڅ کې افغان چارواکو ته حواله سي.

جنرال جان الین وویل چې ددغه سند لاسلیک کول زموږ د ستراتیژیک شراکت دمذاکراتو د پر مخ بیولو په برخه کې د پرمختگ یو مهم قدم دی او دا قدم د لویې دودیزې جرگې د توقع او افغان ولسمشر حامد کرزي دغوښتنې سره سم اخیستل شویدی.

ددې اونۍ په سر کې دافغانستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو وویل چې د افغانستان اوامریکا ترمنځ داوږدې مودې د شراکت مذاکرات دریدلي دی، ځکه چی د زندان دحواله کولو په سره او د شپې د چپاونو په سر چې داخلي قواو ته حواله سی جنجال موجود دی.

د بگرام زندان په هغه نظآمی اډه کې پروت دی چې تیره میاشت پکې قران کریم سوزول شوی و او دامریکا خلاف د سختو خونړیو مظاهرو دراپاریدلو سبب شو.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي څو څو ځلي داغوښتنه کړی وه چې د بگرام زندان افغان چارواکو ته تسلیم کړی شي ، مخکی له دینه چې دی له امریکا سره دافغانستان د اړیکو په برخه کې دهغوي دقواو له وتلو نه وروسته په کومه معامله باندی توافق وکړي.

رپوټ وايی چې دناټو محارب عسکر به په 2014 م کال کې له افغانستان څخه ووزي. دافغانستان ولسمشر نن د جمعې ورځ د زندان دتسلیمولو لپاره د وروستۍ نېټی په توگه ټاکلې وه.

پردې سر بیره ښاغلي کرزي داغوښتنه هم کړیده چې د شپې له خوانه دي د نړیوالو عسکرو په واسطه دافغانستان په کلیو او کورونو کې چپاوونه بند کړی شي. خو چارواکي وايي چې دغه مسله لاتراوسه پوري حل شوې نده .

XS
SM
MD
LG