د لاس رسي وړ اتصالات

د بر تانیې د دفاع وزیر د افغانستان په جنوب کې وويل چې د خپلو عسکرو د شتون پریکړه به د افغانستان او امریکا ترمنځ تر امنيتي تړون د لاس لیکېدو وروسته کوي .

فلېپ هامون د هلمند مرکز لښکرګاه ته د خپل سفر په ترځ کې وويل چي د افغان ځواکونو وړتیا ددې سبب شوې چي په سیمه کې امنیت سم شي .

د برتانیا ۹۵۰۰ عسکر په افغانستان کې موجود دي چيې تقریبا ټول يې په هلمند کې دنده ترسره کوي . افغانستان ته له راتګ سره سم بریتانوي مقامات تل خپله لیدنه له هلمند څخه راپیلوي ځکه په دې ولایت کې یې زیات شمیر عسکر ځای پر ځای دي.

دغه ولایت ته د برتانیې د دفاع وزیر فليپ هاموند خبریالانو ته وويل چې له افغانستان څخه د بریتانوي عسکرو د وتلو یا پاته کېدو پریکړه به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنيتي تړون تر څرنګوالي وروسته وشي.


نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چي د افغان قواوو وړتیا ته په کتو سره د هلمند په امنیت کې هم مثبت تغییرات راغلي دي هغه داسي وویل ،، د امريکا او افغانستان تر منځ تر تړون پورې به مو سرتیري په افغانستان کې میشت وي او د امنيتي تړون تر څرنګوالي وروسته به موږ پدې باب پریکړه وکړو چې تر ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان خپل ماموریت څنګه سمبال کړو او دا به بیا د ناټو او افغانستان ترمنځ هم تر خبرو ورسته ښکاره شي چې تر ۲۰۲۴ کال پوري څه وکړو .،،

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په هکله لویه جرګه رابل کېږي

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون تر ټولو جنجالي برخه د امریکايي عسکرو دقضايي مصونیت مسله ده چي په اړه یې افغان دولت د ۲ اونیوو په دننه کې لویه مشورتي جرګه رابلي .

د هلمند والي محمدنعیم وايي چي برتانیا د هلمند په بیلابیلو برخو کې اغیزمنې مرستي کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې د بریتانوي نظاميانو تر څنګ د نوموړي هیواد ديپلوماتانو هم په لیدنو کې د دغه هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

دامنيت په برخه کې د هلمند والي هم د افغان نظاميانو له مهارتونو څخه ډاډه ښکاره کېدی .
بریتانیا د نظامي حضور له پلوه تر امریکا را وروسته دوهم هیواد دی چي په افغانستان کې په لوړ شمیر کې عسکر لري .

افغان دولت باوري دی چي د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز کولای شي چې د بهرنیو ځواکونو د نظامي حضور اړتیا کمه کړي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG