د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له امریکا نه لويی اقتصادي پروژې غواړې


د ولسي جرگې لومړی مرستیال سیداکرام او د ولسي جرگې د مالي او بودیجې د کمیسیون مشر امیر خان یار

د ولسي جرگې لومړی مرستیال سیداکرام او د ولسي جرگې د مالي او بودیجې د کمیسیون مشر امیر خان یار

د افغانستان د ولسي جرګې یو لوړ پوړی پلاوی واشنګټن ته راغلی د خپلو راتلونکو اقتصادي پلانونو او پروژو د تمویلولو په اړه د امریکا د ګانګرس له غړو او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

په دغه پلاوي کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې د کمیسیون مشر امیر خان یار او د جرګې لومړی منشي شامل دي .

ښاغلي یار امریکا غږ ته وویل چې دوی د راتلونکو لسو کلونو لپاره د انرژۍ او برېښنا، اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او غزولو او ځینو نورو پراختیايي پروژو پلانونه او غوښتنلیکونه راوړي چې امریکايي چارواکو سره پرې خبرې وکړي او ور ویې سپاري.

ښاغلي یار وایي " موږ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د یو شمېر پروژو غوښتنلیکونه برابر کړي دي، په دوی کې د برېښنا د تولید، د یو شمېر شتوو ډیمونو د بیا رغونې منځنۍ اسیا ته د اور ګاډي د پټلۍ د غزولو او ځینې نورې صنعتي پروژې شاملې دې."

ښاغلي یار هیله وښوده چې د امریکا د کانګرس غړي او نور چارواکي چې د دغو اقتصادي پروګرامونو د تمویل غوښتنې به یې ومني.

د ولسي جرګې لومړي منشي سید اکرام امریکا غږ ته وویل چې د دغو پروژو اصلي هدف دا دی چې په اینده کې افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره په خپلو پښو ودریږي، خپله بودیجه په خپله جوړه کړي او زرګونه افغانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.

ښاغلی سید اکرام وایي " که دغه موافقه امضا شوه نو امریکا به تر راتلونکو شاوخوا لسو کلونو پورې په افغانستان کې پاتې وي، موږ له دوی داسې پروژې غواړو چې د راتلونکو لسو کلونو لپاره وي، دوامدارې وي چې له اقتصادي پلوه تر ډېره افغانستان په خپلو پښو ودروي."

د افغانستان مالي بودیجه تر ډېره د نړیوالې ټولنې په مرستو ولاړه چې ډېره برخه یې امریکا ورکوي .

په پام کې ده چې امریکا له افغانستان سره د امنیت یو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې له دغه هېواد سره خپلې مرستې روانې وساتي .

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې له امریکا سره به دغه امنیتي تړون لاسلیک کوي .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG