د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راوتل په اړه د پوځي قوماندانو اندیښنې


د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راوتل په اړه د پوځي قوماندانو اندیښنې
د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د راوتل په اړه د پوځي قوماندانو اندیښنې

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما به پدې راتلونکو څو اونیو کې دا اعلان وکړي چې د افغانستان نه به څومره امریکایي عسکر راوباسي.

خو د امریکا پوځي مشران بیا خبرداری ورکوي چې د عسکرو د رایستلو له وجې باید چې هغه پرمختګ ته زیان ونه رسیږي چې پدې تیر کال په افغانستان کې شویدی.

تمه کیږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس به ډیر ژر سپینې ماڼۍ ته د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د د رایستلو په اړه سلا مشوره ورکړي.

جمهور رئیس اوباما د 2009 کال په وروستۍ میاشت کې اعلان کړی ؤ چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل کیږي خو ددې اعلان پر وخت یې افغانستان ته د نورو دیرشو زرو اضافي عسکرو لیږل هم منظور کړ چې پدې سره په افغانستان کې د امریکایي عسکرو ټول ټال شمیر سلو زرو تنو ته ورسیده.

پوځي چارواکي چې د عسکرو د زیاتوالي له برکته د افغانستان په هغو سیمو کې د پام وړ امنیتي پرمختګ وشو چې پخوا د طالبانو قوي مرکزونه وو. خو د امریکا د دفاع د وزارت چارواکي دا هم وایي چې دغه کامیابي ډیره نازکه ده او امکان لري چې بیرته یې د لاسه ورکړل شي. هغوي خبرداری ورکوي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل دې د سیمې شرایطو ته په کتو سره وي او بله دا چې په څو مرحلو کې دې تطبیق شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو د عمومي قوماندان مرستیال ډګر جنرال ډیوډ روډریګیز د عسکرو د راوتلو په اړه داسې وایي:

" که چیرته د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د شمار کمیدل د دغه هیواد د امنیتي قواوو د ظرفیتونو د لوړوالي سره برابر نه وي، نو زه پدې اړه اندیښنه لرم. زه اندیښنه لرم که چیرته د افغانستان ملي پولیس او یا ملي اردو کومه سهوه وکړي او یا په موقتي توګه کومه سیمه پریږدي نو طالبان به وکړی شي چې د افغانستان د ولس په مینځ کې چې زیات ډاریدلی دی، بیا ځای پیدا کړي. "

جنرال روډریګیز وویل چې په ټول افغانستان کې د 2 سوه او 84 زره افغان امنیتي قواوو ته روزنه ورکړل شویده چې د 2009 کال په پرتله یې په شمار کې 50 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان امنیتي قواوو ته د امنیتي چارو د مسؤلیت د سپارلو لپاره د هغوي روزل ضروري دي. تمه کیږي چې په څو راتلونکو اونیو کې به د څو ښارونو او ولایتونو د امنیت ساتنې مسؤلیت د افغانستان امنیتي قواوو ته وسپارل شي.

جنرال روډریریګز یو ځل بیا پدې د امنیتي چارو د جریان په اړه داسې وایي:

" مونږ افغان ملګري دیته هڅو چې په زیاتو ځایونو کې دې مشري هغوي پخپله وکړي. مونږ به پدې کار سره د یو څه خطر سره هم مخامخ شو او باید چې په هغوي باندې اعتبار زیات کړو. "

پداسې حال کې چې نړیوالې قواووې لګیا دي د افغانستان امنیتي قواوې روزي او هغوي دیته چمتو کوي چې د امنیت ساتنې چارې پخپلو مټو پر مخ بوزي، طالبانو هم خپلو حملو او چاودنو ته زور ورکړیدی.

جنرال روډریګیز وایي چې د طالبانو د دغو حملو هدف د افغانستان دولس د هغه باور له مینځه وړل دي چې ګواکې افغان حکومت نشي کولی د هغوي ساتنه وکړي.

امریکا او ناټو وایي هیله لري چې تر 2014 میلادي کاله پورې به د افغانستان نه ټول نړیوال محاربوي عسکر راواځي او د ټول افغانستان د امنیت ساتنې چارې پخپله افغانان په لاس کې واخلي. خو د چارو کارپوهان بیا وایي چې نړیوال ایتلاف تر دې دمه دا ندي ویلي چې د 2014 کال نه وروسته څه پلان لري، دغه کارپوهان وایي چې د ناټو او امریکا همدغه کار د افغانستان ګاونډیان په ځانکړي ډول پاکستان زیاته په اندیښنې کړیدی.

XS
SM
MD
LG