د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د رالویدلې هلکوبترې راپور خپور کړ


امریکا په افغانستان کې د رالویدلې هلکوبترې راپور خپور کړ
امریکا په افغانستان کې د رالویدلې هلکوبترې راپور خپور کړ

د امرېکا پوځ واېې چې ېو چېنوک هلېکوپتره ېې چې سږکال د اگست په ۶ مه نېټه ولوېده او 30 تنه امرېکاېې عسکر په کې ووژل شول، اصلا د لوگر ولاېت دتنگي په دره کې په ېوه گرېنټ باندې چې دراکټ لانجر په وسېله وار شوې ؤ، لگېدلې وه.

دامرېکا پوځ چې ددغې پېښې په اړه ېې د خپلو پلټنو ېو رسمي راپور نن د پنجشنبې په ورځ خپور کړ، واېې چې د هلېکوپترې د عملې غړي په دغه پېښه کې هېڅ قصور نه لري.

په راپور کې هغه تور رد شوی چې وايي پېلوټ د طالبانو په دام کې برابر شو او د هغوي د چل ښکار شو. راپور واېې د راغورځېدو سبب ېې دا ؤ چې دښمن ورته د مخکې نه په انتظار ناست ؤ، ځکه په کومه سېمه کې چې طالبانو هلېکوپتر ووېشت، پوره درې ورځې هلته هواېې عملېات روان ؤ.

د امرېکا د پوځ راپور واېې کله چې د هلېکوپتر پرې په گرېنټ باندې ولگېدلې نو په ېوه وچ ناو کې راپرېوته او اور ېې واخېست.

په وژل شوو عسکرو کې زېاتره د امرېکا د سمندري پوځ د مخصوصو ځواکونو غړي شامل وو. دغه راز د افغانستان د پوځ ۷ عسکر او یو افغان ژباړونکی هم په وژل شویو کسانو کې شامل وو.

د تېرو لسو کلونو جګړې په موده کې هېڅکله هم په ېوه ورځ دومره زېات امرېکاېې عسکر نه و وژل شوي.

XS
SM
MD
LG