د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا:د طالبانو سره د خبرو اترو مشري باید افغانستان وکړي


د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړي استازې دانیل فیلډمن
د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړي استازې دانیل فیلډمن

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړي استازې دانیل فیلډمن، د امریکا غږ د افغانستان د څانگې له مشر مسعود فریور سره په یوه مرکه کې وویل چې د طالبانو سره د خبرو اترو مشري باید د افغانستان حکومت وکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې زیاتره څېړونکي پدې باور دي چې طالبان او د حقاني ډلې امن ځایونه په قبایلي سیمو کې سالمه پاتې دي، ایا تاسې ورسره موافق یاست؟ ښاغلي فیلډمن وایي " وروستی گام چې د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې اوچت کړی دی ډېر مهم دی، موږ له ډېر پخوا د هرډول بڼسټپالو ډلو د له منځه وړلو ملاتړ کړی که هغه طالبان وي یا د حقاني شبکه او یا نورې ډلې وي. موږ دا په واضحه توگه پداگه کړی چې هلته پتنځایونه شته او د حل دایمي لاره ورته ضروري ده، او دا ځکه چې دا مؤقتي خڼډونه ندي، خو پر وړاندې یې رښتینې هڅې هم کیږي ترڅو دا یقیني کړو چې دا پتنځایونه د افغانستان او پاکستان د خلکو او د نړېوالې ټولنې لپاره گواښونه متوجه نکړي. "

ښاغلي فیلډمن ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا تاسې داسې شواهد لیدلي چې پاکستاني ځواکونه په یقیني توگه په شمالي یا جنوبي وزیرستان کې د طالبانو او حقاني شبکې پسې تللي وي، وایي " د القاعده او نورو تړلو ډلو د گواښونو پر وړاندې، پاکستان زموږ ډېر مهم ملگری هېواد دی او د شمالي وزیرستان وروستي عملیات ډېر مهم وو، خو موږ باید دا یقیني کړو چې هر هغه څه چې موږ ترلاسه کړي دي هغه ثابت او پایدار وي او پدې ځان یقیني کړو چې دوي د سرحد په دواړو غاړو کې د پټنځایونو د بیا جوړولو وړتیا بیا پیدا نکړي."

دا چې آیا پاکستان هغه څه چې وایي هغسې کوي؟ ښاغلی فیلډمن وایي " دا په شمالي وزیرستان کې یقینا چې د وسلوالو پر وړاندې یو کلک گوزار دی، خو د بلې هرې مبارزې په څېر موږ نه شو ویلی چې بس خبره ختمه شوه، اوس د لاس ته راوړنو د ساتنې او بلاخره د لا غښتلتیا زیار باسو. موږ باید په راتلونکو میاشتو کې د دې نتیجې ته انتظار اوباسو، خو دا ضربه ډېره ښه وه، او یقینا چې د شمالي وزیرستان په سیمه کې د ترهگرۍ او بڼسټپالنې پر ضد ښه پرمختگونه شوي دي. دا د پاکستان لپاره ډېره مهمه ده لکه څنگه چې موږ یې وایو د قانون حکوم باید په ټول هېواد کې تطبیق شي، ترڅوا دا یقیني کړي چې هغوی پرخپل ټول هېواد حاکمیت تر لاسه کړي. "

د ښاغلي فیلډمن سره د مرکې دمخه د امریکا غږ د خپل فېسبوک له لوستونکو څخه غوښتي وو چې خپلې پوښتنې مطرح کړي. یو لوستونکي زرین ناصري له کابل څخه پوښتنه کړې، کله چې پاکستان پر افغانستان برید کوي نو ولې د امریکا متحده ایالتونه د یو ملگري په توگه مداخله نه کوي؟

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړی استازی دانیل فیلډمن
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

په داسې حال کې چې امریکا ځان د پاکستان ستراتیژیک ملگری بولي او د افغانستان سره هم امنیتي تړون لري، د امریکا غږ آشنا رادیو د فېسبوک بل لوستونکي، سخي جان حیاناک له ښاغلي فیلډمن څخه پوښتنه کړې چې ولې امریکا پدې نده توانېدلې چې افغانستان ته سوله راولي؟ ښاغلي فیلډمن په ځواب کې وایي

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا د متحده ایالتونو ځانگړی استازی دانیل فیلډمن
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:31 0:00

دا چې د طالبانو سره په خبرو کې متحده ایالتونو پخوا مشري کوله، آیا په راتلونکي کې به د ورته هڅو شاهدان واوسو؟ ښاغلی فیلډمن وایي " له طالبانو سره زموږ مستقیمې خبرې ځغلنده وې او د تېرو څو کلونو راپدېخوا مو مستقیمې خبرې ندي کړې. هغه څه چې مهم دي دا دي چې جمهور رئیس اشرف غني آن د لوړې د مراسمو پرمهال په خبرو کې ووېل چې د بیا پخلاینې هڅې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي. داکټر عبدالله هم خلکو ته په وروستیو خبرو کې د طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ ښودلی دی."

دا چې د افغان حکومت دوه اړخه د طالبانو سره د خبرو په اړه مختلف نظرونه لري، آیا تاسې د دې اندېښنه نلرۍ چې دا به د یوې گډې اجڼډا له لارې سولې ته لاره و نه مومي؟ ښاغلی فیلډمن په دې هکله وایي " د نوي حکومت یواځې یوه اونۍ تیره شوې. زه فکر کوم چې دا باید د ملي وحدت نوي حکومت ته پریږدو چې هدفونه یی څه دي او د بیا پخلاینې د هڅو لپاره څه پلانونه لري. هغه څه چې موږ په وار وار ویلي دي دا دي چې دا شخړه د پوځي زور له لارې نه حلیږي او دا ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي. موږ له نوي حکومت څخه تمه لرو چې دا مشري په غاړه واخلي او موږ به بیا ډېر خوشحاله شو چې په کې برخه واخلوو."

XS
SM
MD
LG