د لاس رسي وړ اتصالات

۱۱ کاله مخکي په دې ورځ امریکا افغانستان ته ولاړه


د اکتوبر اوومه ، په افغانستان کې د امریکا په رهبرۍ د جگړې د پیل کیدو یوولسمه کلیزه ده. دا جگړه د امریکا په تاریخ کې د هرې بلې جگړې نه اوږده جگړه ده.

په دې جګړه کې، د بین المللي اتلاف د درې زرو نه زیات عسکر وژل شویدي چې دوه زره په کې امریکایان دي.

دغه راز ډیر زیات ولسي افغانان هم په دې جنگ کې مړه شویدي. دغه جگړه ، په یو دپاسه دوه زرم کال کې ، په امریکا کې د تروریستی حملو له کبله پیل شوه. وروسته په څه کم یوه میاشت کې امریکایی عسکر افغانستان ته ننوتل ، د القاعدی په جگړه مارانو او د طالبانو په حکومت چې د القاعدی د ترورستی سازمان کوربه و، حمله وکړه.

ډیر ژر د طالبانو ریښې و ایستل شوې، خو د کالونو په تیریدو د وسلوالو بغاوت وده وکړه. د امریکا او د بین المللی قوې په عسکرو باندې په دی اخرو میاشتو کې د افغانو عسکرو او پولیسو له خوا حملې زیاتې شویدی.

د ایتلاف عسکرو د افغانستان نه په وتلو پیل کړیدی. ټاکل شویده چې ټولې خارجي محاربوي قواووې به د دوه زره او څوارلسم کال تر اخره پورې ووځي.
XS
SM
MD
LG