د لاس رسي وړ اتصالات

د شپې د عملیاتو په هکله امریکا او افغانستان موافقه لاس لیک کړه


افغان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو سره د شپې د خوا د عملیاتو په هکله موافقې ته رسیدلی دی. ددغې موافقې په لړ کې به د شپې د خوا عملیات د افغانانو په مشري وي او سیمه ایز چارواکي به په کښي د وټیو یا رد کولو اختیار لري.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک او په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان ستر جنرال جان الن نن د یکشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې دغه سند لاس لیک کړ. د یادونې وړ ده چې د شپې د خوا عملیات د افغان حکومت او امریکا د پوځ ترمنځ د اندېښنې یوه دوامداره سرچینه وه.

افغان چارواکي وايي چې بهرنۍ قواووې به اوس یواځي د شپې د خوا په عملیاتو کې حمایوي رول ولري او دغه راز به دغه حملو ته افغان حقوقي چارواکي لومړی اجازه ورکوي.

په یوې بیانې کې ستر جنرال جان الن وویل چې دغه موافقتنامه په اصل کې د افغانستان د ملي حاکمیت د ودې دپاره یو ستر ګام دی او د هغو ګډو هڅو یو برخه ده چې په لړ کې به یې د امریکا او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله او ستراتیژیکه همکاري رامنځ ته شي.

وروسته له هغه نه چې په افغانستان کې څو پېښې وشوې چې په کښي بهرني عسکر دخیل وو، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د حضور په خاطر مخ پر زیاتیدو حساسیت رامنځ ته شوی دی. په دغو پېښو کې د کندهار د پنجوايي پېښه چیري چې یوه امریکايي سرتیري ۱۷ افغانان ووژل او د بګرام په نظامي اډه کې د قرآن شریفونو د نسخو د سوځولو پېښه شامله وه.

افغان او امریکايي چارواکي هیله لري چې کابل او واشنګټن به د امریکا د شیکاګو په ښار کې د ناټو د سر مشریزې غونډې مخکي د دواړو هیوادونو ترمنځ ستراتیژیک تړون لاس لیک کړي. ددغه تړون په لړ کې به د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي بهرنۍ قواووې د افغانستان څخه ووځي د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو څرنګوالی معلوم شي.

XS
SM
MD
LG