د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران نن د پیټریس په اړه پریکړه کوي


امریکايي سناتوران نن د پیټریس په اړه پریکړه کوي

امریکايي سناتوران نن د پیټریس په اړه پریکړه کوي

په افغانستان کی د ناتو او امریکایی قواوو نومول شوي جنرال خبردارۍ ورکړ چی د طالبانو د زیاتیدونکی بغاوت پرخلاف سخته جگړه په مخکی پرته ده.

جنرال دوید پیتریس نن د سنا مجلس د وسله والی کمیټی په استماعیه غونده چی د هغه د تاُییدیدو په منظور جوړه شوی وه ومنله چی د افغانستان د جگړی په اړه ستونزی پرتی دی.

هغه وویل پداسی حال کی چی د پرمختگ نښی نښانی موجودی دی ، خو پوځ د یوه زیاتیدونکی بغاوت سره مخامخ دی او همدا شان باید د افغانستان پوځونه وروزی او سیمه ایزه حکومتداری تقویه کړی.

ټاکل شوی چی جنرال پیتریس په افغانستان کی د ناتو او امریکایی قواوو د قوماندان په حیث د اریو په اکثژیت سره تاُیید شی او په دی اړه به ډیر کم مخالفت وښودل شی.

ښاغلی اوباما جنرال دوید پیتریس چی د امریکا د مرکزی قوماندی مشری یی په غاړه درلوده د جنرال ستینلی مک کریستل په عوض مقرر کړ.

جنرال مک کریستل له هغه وروسته اسعفی وکړه چی رولینگ ستون په مجله کی یی په یوه مرکه کی د اوباما د حکومت په چارواکیو ملنډی وهلی وی.

جنرال پیتریس د عراق په جگړه کی ډیر مشهوره شو او هلته یی د جنگ لپاره داسی یوه ستراتیژی جوړه کړه چی د افغانستان د جگړی د پاره هم بنیادی ارزښت لری.

د سنا د مجلس د وسله والی کمیټی ریس ډیموکرات سناتور کارل لیون د افغانستان د پوځونو د قابلیت په اړه چی وکولای شی د خپل ملک د امنیت مسؤلیت په خپله په غاړه واخیستئ شی پوښتنی وکړی ،

سناتور لیون په پیتریس باندی غږ وکړ چی هڅه وکړی د کندهار په عملیاتو کی د افغانستان پوځونه مشری په غاړه ولری.

د سنا مجلس غړو همدا شان د جمهور ریس براک اوباما د هغه مهال ویش یادونه هم وکړه چی د ٢٠١١ کال د جولای په میاشت کی به د افغانستان نه د امریکایی عسکرو وتل پیل کیږی.

جنرال پیتریس وویل چی په افغانستان کی د جمهور ریس اوباما د ستراتیژۍ ملاتړ کوی چی دغه نیټه به د عسکرو د وتلو پیل وی .

هغه همدا شان ومنله چی څو کاله به ونیسی تر څو افغان پوځونه وکولای شی چی د ټول ملک امنیت ونیولی شی.او د افغانستان سره به د امریکا ملاتړ ادامه ولری.

د یوه بل خبر له مخی د امریکا د حکومت یوه اداره وایی هغه پنځه کلن زوړ سیستم چی د افغانستان د امنیتی قواوو موثریت څیړی ډیر بی اعتباره دی چی په نتیجه کی د هغوی د مستقلانه عملیاتو توان په واقعی توگه نه و ښودل شوی.،

دغه رپوټ د دوشنبی په شپه ناوخته د افغانستان د بیا رغونی په چارو کی د خاص استاځی لخوا خپور شو ، په هغو کی یو مثال دا و چی د بغلان په ولایت کی په کال ٢٠٠٨ کی ویل شوی وو چی پولیس فوق العاده وړتیا لری خو کله چی د سږکال د فبرورۍ په میاشت کی د ناتو او امریکایی قواوو د ارزیابۍ ټیمونه دی ولایت ته ورغلل ، هغوی ولیدل چی دغه پولیس ډیر ضعیفه وو او په نتیجه کی یاغیان په سیمه کی زیات شوی وو.

په دی رپوټ کی ویل شوی چی په پولیسو کی د اداری فساد او په مخدره موادو باندی اعتیاد دا ټول هغه شیان دی چی د افغانستان د امنیتی قواوو روزل یی چی وکولای شی په مستقلانه توگه د ځان دفاع وکړی په خطر کی اچولي دي او همدا شان یی ویلی چی په افغانستان کی نړیوال مجرب روزونکی نشته.

د دی رپوټ په ځواب کی امریکایی ډگرجنرال وییلیم کالد ویل چی دافغانستان د امنیتی قواوو د روزنی مسؤل دی وایی چی دغه رپوټ زوړ او غلط دی.

امریکا د افغانستان د امنیتی قواوو په روزولو کی ٢٧ میلیارد ډالره لگولی دی.

دغه رپوټ کیدای شی د امریکا د جمهور ریس هغه هلی ځلی کمزوری کړی چی غواړی د افغانستان د جگړی د ستراتیژۍ لپاره د کانگرس ملاتړ ترلاسه کړی. او غواړی هلته خپلی قواووی مخکی لدی چی د ٢٠١١ م کال په نیمایی کی راوباسی ، لومړی به یی زیاتی کړی.

XS
SM
MD
LG