د لاس رسي وړ اتصالات

د نا آرامو ولایتونو د ملکي او پوځي چارواکو د گوښه کولو پلان


افغان پوځ د نړیوالی ټولنې له خوا د تجهیز او روزنی په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
افغان پوځ د نړیوالی ټولنې له خوا د تجهیز او روزنی په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور رئیس ویاند وایي ولسمشر محمد اشرف غنی پلان لري چې د تندلارو په وړاندې د مبارزې د غښتلي کولو په خاطر د هیواد د تر ټولو ناآرامو ولایتونو لوړ پوړي ملکي او پوځي مشران له کار ه گوښه کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو د نوي او شدید بغاوت سره مخامخ دی، له همدې امله هغه پلان لري چې د هیواد د تر ټولو ناآرامو ولایتونو لوړ پوړي ملکي او پوځي مشران له کار ه گوښه کړي ترڅو د تندلارو په وړاندې خپلې مبارزې ته یوه نوی قوت ور وبښي. دا خبره افغان چارواکیو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته کړې.

جمهور رئیس غني وايي نړیواله ټولنه مرسته کوي خو افغانان باید پخپلو پښو ودریږي
جمهور رئیس غني وايي نړیواله ټولنه مرسته کوي خو افغانان باید پخپلو پښو ودریږي

په کابل کې د پر له پسې او خونړیو څو څو بریدونو نه وروسته په دې تازه ورځو کې د برتانیی د سفارت د یوه کار کونکي په شمول څلور تنه بهرنیان او اوه تنه افغان ملکي وگړی ووژل شول. په دې پسې د امنیه قوماندان د استعفی خبرونه هم په مطبوعاتو کې رابرسیره شول.

افغان هغه چارواکي او دیپلوماتان چې د اسوشیتد پرس سره یی خبرې کړې وایي چې جمهور رئیس غني به په هغو ولایتونو کې چې طالبانو د کلونو را پدې خوا پکې زیاتی سیمې تر خپل کنترول لاندې ساتلې دي، والیان او پوځی جنرالان له کاره گوښه کړي.

د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل «جمهور رئیس غني پلان لري چې په شمال کې د کندز، بادغیس، غزني،او په ختیځ کې ننگرهار او په جنوب کې دهیلمند په ولایتونو چارواکي له کاره گوښه کړي. دا نوي تحولات چې ویل شوي ډیر ژر به پیل شي د راتلونکو دوه یا دریو میاشتو په ترڅ کې به بشپړ شي.»

پداسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو ته پدې وروستیو کې د جگړې او انتحاری بریدونو په ترڅ کې لوي تلفات اوښتي دي چې د سږ کال د دسامبر یو دیرشمه نېټه هم په افغانستان کې د ناتو او امریکا د ماموریت وروستی نېټه گڼل کیږی.

دا پداسې حال کې ده چې جمهور رئیس غنی پرون د یکشنبې په روځ د پارلمان تر منظورۍ وروسته د ناتو او امریکا سره امنیتي موافقه چې پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي یې د لاسلیک نه ډډه کوله، امضا او توشیح کړه چې پر بنسټ به یی په هیواد کې د دوه زره پنځلسم تر پایه پورې دولس زره امریکایی سرتیري پاتی وي.

هغه ددې نویو گامونو په اړه و ویل "مونږ به د نوي کال د جنورۍ لومړۍ نېټې څخه د هیواد دپاره نوی پړاو ته ور داخل شو. زمونږ نړیوال متحدین به مونږ سره د پوځ د روزنې، مالي ملاتړ ، تجهیزاتو او د پوځ د غښتلتیا په برخه کې راسره مرسته وکړي."

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د یوه پراخ پوځی ماموریت په ترڅ کې په افغانستان کې امریکایی پوځیانو ته اجازه ورکړه چې که اړتیا پېښه شي نو یوازی د القاعده سره نه بلکه د طالبانو سره هم جگړې کې برخه واخلي. ددې تر څنگ د ضرورت په وخت کې یی د هوایی بریدونو اجازه هم ورکړه.

بیا هم افغانستان د لویې ستونزی سره ځان مخامخ پدې گوری چې د دوه زره پنځلسم په پای کې به د بهرنیو ځواکونو شمیر نیمایی ته را ټیټ شي او د دوه زره شپاړسم په پای کې به له هغه هیواد څخه په بشپړه توگه راووځي.

غنی احساس کوي چې په پوځ کې یی اصلاحاتو ته اړتیا ده. دا خبره په افغانستان کې د اروپایی اتحاد ځانگړې استازي فرانز مایکل میلبین وکړه. هغه زیاته کړه :

«د پوځ د مدیریت او مشرتابه په طریقه کې ذاتی ضعف او کمزورتیا موجوده ده هغه دا چې تر ټولو غوره او روښانو ته ېې د مخکې کیدلو اجازه نده ورکړې.»

داسې ویل کیږي چې د یادو شویو پنځو ولایتونو سیمې د کلونو راهیسی د طالبانو تر کنترول لاندې پاتې شوی دي او طالبانو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د نوامبر په در ویشتمه د پکتیکا په ولایت کې د انتحاری برید په نتیجه کې چې د والیبال د لوبې پر مهال تر سره شوه تر شپېتونه زیات کسان ووژل شول. دا برید په افغانستان کې د سږ کال تر ټولو خونړی برید گڼل کیږی.

دا ټول نوي بریدونه د غنی پر نوې ادارې باندې د فشار سبب گرځي چې د دې میاشتې په پیل کې یې د هیواد پر امنیتي او پوځي ستراتیژۍ د بیا غور امر کړی دی. د بیا کتنې دا بهیر چې ویل کیږی په ترڅ کې به یی د سر نه تر آخره هر څه وڅیړل شي چې پکې د جنگ د ډگر نه نیولې د د ښمن سره د جگړې هر اړخ ته ژوره او په ځیر کتنه پکې شامله ده.

خو د جمهور رئیس غني له خوا د امنیت په ډگر کی د بدلون دا نوی گام ښایي غیر مترقبه عواقب هم له ځانه سره ولري.

«د طالبانو منځلاري غړی چې پخپله جمهور رئیس غنی ورسره د مذاکراتو هیله درلوده ښایی له همدې کبله حاشیوي نقش غوره کړي. هغه طالبان چې مونږ یی منځلاری بولو هغوی نا امیده شوېدی. زېاتو تندلارو مشرانو کنترول تر لاسه کړی او اوس دوی پدې باور دي چې د جنگ نه پرته بله لاره هم نلري.»

په کابل کې وروستیو بریدونو دا اندېښنه را پېدا کړې چې آیا افغان پوځ کولای شي چې د ناتو او امریکایی پوځیانو تر دیارلس کلنې جگړې په پای کې تر وتلو وروسته هیواد وساتي؟

XS
SM
MD
LG