د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانستان سره به ستراتیژیک تړون د شیکاګو د غونډې مخکي لاس لیک شي


امريکا وايي له افغانستان سره به ستراتيژيک تړون د شيکاګو له غونډي مخکي يا ددي غونډي پر مهال لاسليک شي. دغه څرګندوني د امريکا د بهرنيو چارو وزيري ميرمن هيلري کلنټن تيره شپه په واشنګټن کي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاکټر زلمي رسول سره په يوه خبري غونډه کي وکړي او زياته يي کړه چي امریکا د افغانستان له حکومت او خلکو سره دوه اړخيزه اوږود مهاله او گټوري اړيکي غواړي.

د نوموړي په وينا، امريکا له افغانستان سره داسي خبرو اترو ته ادامه ورکوي ، چي د دواړو هيوادونو ګټي په کي نغښتي وي.

XS
SM
MD
LG