د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:تر ۲۰۱۵ پورې په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدو


ولسمشر اوباما په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدوونکو سرتېرو شمېر په ډاګه کړ، ده وویل چې د ۲۰۱۵ کال تر پایه به ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې دیره وي چې د مشورې ورکولو او افغان پوځ د روزلو دنده به په غاړه ولري.

وړاندې داسې ویل کېده چې ۵۵۰۰ سرتېري به پاتې وې، خو ولسمشر غني په دغه برخه کې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

ښاغلي اوباما چې په سپېنې ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ګډ کنفرانس درلود وویل چې له افغانستان څخه به ورو ورو د امریکايي سرتېرو شمېر کموي او یوازې زر سرتېري به د امریکا د سفارت د امنیت لپاره پرېږدي.

ښاغلي اوباما وویل " په تېرو ۹۰ ورځو کې یوازې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي، دا د دې ښکارندوی دی چې موږ نور په جنګي ماموریت کې ښکیل نه یو. دا خبره بایده هېره نکړو چې موږ په افغانستان کې له خپلو ۱۰۰زرو سرتېرو څخه زرو سرتېرو ته شمېر راکموو . "

ښاغلي اوباما همدغه راز په افغانستان کې د خپلو سرتېرو قربانۍ وستایلی او ویې ویل چې د پوځ له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره خپله همکاري او مرسته روانه ساتي چې دغه هېواد با امنه او بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نشي.

ښاغلي اوباما وویل " افغانستان لا هم یو نا امنه هېواد دی، خو موږ به افغان پوځ روزو، تجهیزو او اکمالوو چې له ترهګرو ډلو سره وجنګیوږي او په خپله هېواد کې سوله راولي او زموږ هدف هم همدا دی.افغان پوځ د جنګي ماموریت مشري په غاړه لري، په تېرو ۹۰ ورځو کې یوازې درې امریکايي سرتېري وژل شوي،موږ له افغان حکومت سره مرسته کوو او نړیواله ټولنه به هم مرسته کوي، د ځان لپاره نه، بلکې د سیمې د امنیت لپاره. "

ولسمشر غني بیا امریکا ته خپل دغه سفر ډېر مهم وباله او د واشنګټن-کابل ستراتیژیکه ملګرتیا یې ارزښتناکه وبلله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ګډې ملي ګټې د دوی تر شخصي ګټو، لوړې دي.

ده وویل " په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد، خو د هغوی د سلا مشورې ورکولو او افغان پوځ د روزلو ماموریت ډېر مهم دی، په دې هیله چې افغان پوځ پیاوړي، مسلکي او مجهر وي چې د زرګونو بهرنیو سرتېرو د وتلو تشه محسوسه نشي. "

ښاغلي غنی همدغه راز له طالبانو سره د بیا پخلاینې پر بهیر او مذاکراتو باندې هم تم او وپوښتل شو، ده په دغه برخه کې خپل ژمنه یو وارې بیا تکرار کړه" هره هغه سیاسي ستونزه چې موږ سره جلا کړي یو، باید له سیاسي لارې حل شي، موږ سولې راوستلو ته ژمن یو، امریکا هم له موږ سره په دغه برخه کې مرسته کوي، خو موږ له هغو خلکو سره د سولې خبرې نه کوو چې زموږ خاوره د نیابتي جګړې لپاره کاروي."

د افغان پلاوي نورې غونډې

ښاغلي غني او اجرايي ریس عبدالله عبدالله نن سهار د امریکا د ویرجینیا ایالت د ارلېنګټن په ملي هدیرې کې د بې نومي سرتېري پر قبر د ګلیو ګېډۍ کېښودې او همدغه راز یې په افغانستان کې وژل شویو امریکايي سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ.

دوی دواړو او ورسره ګډ افغان پلاوي د امریکا په دفاع وزارت کې هم له امریکايي چارواکو سره ګډې ناستې او غونډې وکړې.

ښاغلي غني او عبدالله په سپېنې ماڼۍ کې له ولسمشر اوباما او د هغه له مرستیال جوبایډن سره یو لړ مهمې غونډې هم وکړې او همدغلته یې ګډه غرمنۍ هم وخوړه.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته وینا هم وکړي، دی به تر ولسمشر کرزي وروسته دویم افغان ولسمشر وي چې د امریکا کانګرس ته وینا کوي.

ښاغلي غني د امریکا غږ اشنا راډیو تلویزون ته وویل چې کانګرس ته به په خپلې وینا کې له امریکا مننه وکړي چې په افغانستان کې یې قربانۍ ورکړې او له افغان حکومت او وګړو سره یې مرستې کړې او لا یې هم کوي.

دوی به د پنجشنبې په ورځ نیویارک ته ځي چې هلته د ملګرو ملتونو له مشرانو سره خبرې او ناستې وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG