د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په افغانستان کې د سرتیرو د شمیر پلان بدل کړ


ښاغلي اوباما وویل چې افغانستان اوس هم د نړۍ د نادارو هیوادونو څخه دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري
ښاغلي اوباما وویل چې افغانستان اوس هم د نړۍ د نادارو هیوادونو څخه دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي د ٥٥٠٠ امریکایي سرتیرو پر ځای به په راتلونکي کال کې په افغانستان کې ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري میشت وي.

بارک اوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د عمومي قوماندان جنرال نکلسن او د حکومت او پارلمان د مشرانو او همداشان د امریکا د متحدینو سره له مشورې وروسته یې دغه تصمیم نیولی دی.

ښاغلي اوباما ددغه ناڅاپي تصمیم د اعلان پر وخت دا هم وویل چې امریکایي سرتیري به په افغانستان کې افغان ځواکونو ته د زده کړو تر څنگ د ترهگرۍ پر ضد حساسه مبارزه پرمخ بوزي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښاغلي اوباما له وینا څخه څو ساعته وروسته په پخل تویتر پاڼه کې د امریکا د حکومت د تصمیم هرکلی وکړ او هغه یې د دواړو هیوادونو د گډو علایقو د دوامداره مشارکت نښه وگڼله.

ښاغلي اوباما ددې په ترڅ کې چې په خپلو څرگندونو کې یې د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کې یو غښتلی متحد وگاڼه زیاته کړه چې دا اجازه به ورنه کړل شي چې افغانستان بیا د ترهگرو ځاله او پر متحده ایالاتو باندې د برید گواښ وگرځي.

جمهور رئیس اوباما وویل چې په افغانستان کې د ترهگرۍ پر ضد مبارزه یواځې د امریکا د متحده ایالاتو ماموریت نه بلکې د افغانستان په گډون د ۴١ هیوادونو ماموریت دی. هغه هیله څرگنده کړه چې د وارسا په راتلونکې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو متحدین هم د افغانستان څخه د ملاتړ ژمنو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوی چې د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران د جولایی د میاشتې په اتمه او نهمه د جمعې او شنبې په ورځو په وارسا کې غونډه وکړي او د افغانستان څخه ددې تړون د ملاتړ په دوام باندې پریکړه وکړي.

جمهور رئیس په دې خوشبۍ سره چې د افغانستان په مختلفو برخو کې ښه والی رامنځ ته شوی وویل چې په افغانستان کې وضیعت لا هم هاغسې نه دی ښه شوی چې باید اوسي. هغه وویل چې افغانان د خپل هیواد نه د دفاع په لار کې هره ورځ قربانۍ ورکوي.

ښاغلي اوباما وویل چې د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د وتلو یواځنۍ لار د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ سیاسي تفاهم دی.

هغه وویل لا هم طالبان د یو گواښ په توگه موجود دي او په بې گناه ملکي وگړو باندې بریدونه کوي او افغان ځواکونه هاغسې چې لازم دي نه دي غښتلي شوي.

ښاغلي اوباما دا هم وویل چې افغانستان اوس هم د نړۍ د نادارو هیوادونو څخه دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د مخکنۍ طرحې له مخې ټاکل شوی وه چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر چې اوس ٩٨٠٠ تنه دی د روان کال تر پایه ٥٥٠٠ تنو ته راټیټ شي او ددې شمیر څخه د ٢٠١٧ کال ترپایه یواځې یو لږ شمیر سرتیري هغه هم په افغانستان کې د امریکا د سفارت د ساتنې په مقصد پاته شي.

XS
SM
MD
LG