د لاس رسي وړ اتصالات

رسل: اطمینان درکوو چې د میرمنو نظر به اوریدل کیږي


د آشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې د نړۍ د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانگړې استازې میرمن کاترین رسل وایي:

افغان میرمنو د تیرې لسیزې په ترڅ کې د پام وړ پرمختگ او لاسته راوړنې درلودلې دي او د امریکا متحده ایالات دیته ژمن دي چې په راتلونکې لسیزه کې هم دا پرمختگ په امن کې نوره هم وده وکړي.

کاترین رسل د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د نړیوالې ټولنې په هڅو کې چې د افغان میرمنو د تیرې لسیزې پرمختگونه خوندي کړي، د امریکا حکومت څه نقش لري وویل چې افغاسنتان په تیرو ١٢ کالونو کې په ټولو برخو کې بې ساری پرمختگ کړی او په ځانگړې توگه د میرمنو د حقونو په برخه کې د پام وړ په اندازه پرمختګ شوی دی. په ښوونځیو کې د نجوڼو شمیر ډیر شوی او د میرمنو د روغتیا د برخې خدمات هم د پام وړ په اندازه ډير شوي دي.

د میرمن کارترین رسل سره د امریکا غږ د آشنا تلویزون د خبریالې لینا روزبه مرکه په لاندي لینک لیدلای او اوریدلای شیْ.


د ښځو په چارو کې د امریکا د ځانگړې استازې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:24 0:00
XS
SM
MD
LG