د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکايي ډاکټر په ژغورنه کې یو آمریکايي کوماندو وژل شوی دی


پرون د یکشنبې په ورځ د یوه امریکایي ډاکټر د ژغورنې په عملیاتو کې چې طالبانو تښتولی و، یو امریکایي عسکر وژل شویدی.

دناټو نطاق ، د ډاکټر دیلیپ جوزیف د ژغورنې د عملیاتو په هکله وویل چه سړو تښتوونکو سره ټومانچې، او لاسي بمونه وو. ،، دغه عملیات د افغانستان په ختیځه برخه کې ترسره شول، او په ډیرې خواشینۍ سره وایم چې د ژغورنې د ټیم یوعسکر په دې عملیاتو کې ووژل شو، مونږ ددې عسکر ، د هغه کورنۍ ، ملگرو او دوستانو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندي کوو.،،

د امریکا ولسمشر براک اوباما پرون په دې هکله وویل چې د امریکا د خاصو عملیاتو د ټیم یو غړي او ددغه ټیم غړو مونږ ته یو ځل بیا دا را په زړه کوي چې دوي هڅه کوي چې زمونږ ولس قدرتمن ، مصون او ازاد و اوسي. د دفاع وزیر لیون پنیتا هم دغه عسکر وستایه اوهغه یې قهرمان وباله.

ډاکټر جوزیف د یکشنبې په ورځ د افغان او امریکایی قواوو په گډو عملیاتو کې وژغورل شو. دغه عملیات هغه وخت وشول چې د استخباراتی رپوټونو وښوده چې هغه ښايي ټپي یا ووژل شي.

د خاصوعملیاتو وژل شوی غړی، د رپوټونو له قراره د امریکا د نیوی د کوماندو د خاصې قوې غړی و.

چارواکی وایی، ډاکټر جوزف او دوه افغان ملگري یې د تیرې چارشنبې په ورځ د کابل ولایت د سروبي په ولسوالۍ کې تښتول شوی وو. دوه تنه افغانان د ډیرو خبرواترو نه وروسته د شنبې په ورځ خوشي شول.

دغو 3 کسانو د کولروادو د مارنینگ ستار لپاره کار کاوه. مارنینگ ستار یوه خیره ډله ده چې په افغانستان کې د خلکو سره مرستې کوي.
XS
SM
MD
LG