د لاس رسي وړ اتصالات

یوه تنکي ځوان یو امریکايي عسکر په چاقو وهلی دی


آرشیف

آرشیف

د افغانستان په ختيځ کې د امریکا د پوځ مسولین وايي چې یوه افغان تنکي ځوان یو امریکايي عسکر په غاړه کې په چاقو وهلی او نوموړی د وراوښتو ټپيونو له امله مړ شوی دی.

دوو امریکايي چارواکو وویل چې ۲۶ کلن خورد ظابط مایکل کیبل د دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو د یوې ګډې جلسې پیره کوله چې پرې برید وشو.

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې دوي اټکل کوي چې برید کونکی به ۱۶ کلن تنکی ځوان وي. د هغه سن ځکه نشي تاییدیدای چې د برید نه وروسته د سیمې نه تښتېدلی دی.

چارواکي وايي چې یادشوی برید کونکی د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په ډله کې نه وو نو ځکه دغه حمله په هغه جمع کې نه راځي چې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیوو ځواکونو شوي دي.

دواړو امریکايي چارواکو د نوم د نه افشا کېدو په صورت کې د رسنیوو سره خبرې کړي دي.

په عین حال کې پنټاګون په یوې بیانیې کې ویلي دي چې خوردظابط کیبل د دښمن د برید له امله د اوراوښتو ټپیونو له امله مړی شوی دی .
XS
SM
MD
LG