د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري به د کاندیدانو او ولسمشر کرزي سره وګوري


Afghanistan Kerry

Afghanistan Kerry

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د یوې میاشتې نه په کمه موده کې نن پنجشنبه یو ځل بیا افغانستان ته تللی او دا مهال په کابل کې دی.

د امریکا د سفارت یو ویاند رابرټ هیلټن امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په کابل کې د خپل تم کیدو په وخت د ولسمشر کرزي او د جهموري ریاست د دواړو کاندیدانو سره وګوري.

په کابل کې د امریکا د سفارت هم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره وګوري او د جولاۍ د میاشتې د توافقاتو د تعقیب په اړه به ورسره خبرې وکړي.

ښاغلی کېري به د جولاۍ د میاشتې د توافقاتو د تعقیب، ترڅنګ له دغې نېټې وروسته چې د دواړو کاندیدانو سره کوم ټیلیفوني تماسونه نیول شوي ددغو تماسونو په هکله هم وغیږې او دواړه کاندیدان به د رائیو د تفتیش د بهیر ګړندیتوب ته وهڅوي.

د جان کیري ددغه سفر په مهال به د هغه سیاسي چوکاټ په پرمختګ هم خبرې وشي، چې جان کېري او دواړو کاندیدانو په خپلو کې د جولاۍ په میاشتې کې پرې توافق کړی و.

ښاغلی کېري به د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان وهڅوي، چې په خپلو کې سره کار وکړي، او دواړه کاندیدان ملي یووالي او دا ډول د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره وهڅوي.

د ولسمشرۍ د دواوړو کاندیدانو ویاندویانو امریکا غږ ته وویل، چې دوی د جان کیري د راتګ هرکلی کوي خو هغوی ددغه سفر په هکله څه ویل له وخته دمخه وبلل.

د اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د پنجشنبې په شپه د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وګوري او د جمعې په ورځ به د ولسمشر کرزي سره وګوري او په عینې ورځ به برما ته لاړ شي چې د آسیايي هیوادونو د امنیت په کنفرانس کې برخه واخلي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ولسمشرۍ په دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله باندې فشار واچوي چې د انتخاباتو په اړه خپل اختلافات حل کړي او د سپټمبر د میاشتې تر لومړیو ورځو شپو پورې نوی حکومت جوړ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري داسې مهال کابل ته تللی دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د نتایجو تفتیش روان دی.

هغه امریکايي لوړرتبه چارواګي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره په سفر کې ملګري دي وايي چې امریکا غواړي چې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو د موافقې په اساس، د انتخاباتو ګټونکی د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او په انتخاباتو کې بایلونکی کاندید بیا د «اجراییوي رئیس» د نوي دندې لپاره کس وټاکي.

دغو امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغه کار باید د سپټمبر د څلورمې نیټې نه مخکې، چې په بریتانیا کې به د ناټو د مشرانو غونډه جوړیږي، وشي.

د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه به په افغانستان کې د ناټو د سازمان د رول په اړه هم خبرې وشي.

په پلان کې ده چې روان عیسوي کال تر پایه پورې به نړیوال محاربوي ځواکونه د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG