د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس وایي د افغانستان په ځینو سیمو کې عسکر سختې جګړې کوي


ګیټس وایي د افغانستان په ځینو سیمو کې عسکر سختې جګړې کوي
ګیټس وایي د افغانستان په ځینو سیمو کې عسکر سختې جګړې کوي

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس په افغانستان کې د خپل سفر په دوران کې ویلي دي چې امریکایي عسکر د دغه هیواد په ځینو سیمو کې سختې جګړې کوي.

ګیټس وایي چې د پرمختګ اندازه یوازې په سیمه ایزه سطحه مالومیدلی شي. همدارنګه په افغانستان کې د امریکایي او ناټو د قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس ویلي دي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم طالبان زور او قوت لري خو دا یې هم ویلي دي چې د نړیوالو قواوو د پرمختګ له وجې په زیاتو سیمو کې په پراخه توګه روانې اغیزه لیدل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس افغانستان ته د خپل سفر په دوران کې د هیواد ختیځو برخو ته هم ولاړ چې د پاکستان سره ګډې پولې ته نږدې پرتې دي. ګیټس خبریالانو ته وویل هغه پدې پوهیږي چې د افغانستان امنیتي قواوې، امریکایي او نړیوال عسکر په سختو جګړې اخته دي.

" زما په نظر دغه عسکر د پاکستان پولې ته نږدې پراته دي او همدا وجه ده چې هغوي د ځینو خاصو ستونزو سره مخامخ دي او مرګ ژوبله یې هم زیاته ده. او پدې کې هیڅ شک نشته چې دلته د سختې جګړې علت د پاکستان پولې ته نږدې والی دی. "

ګیټس همدارنګه ویلي دي چې د امنیت ساتنې او حکومت دارۍ په لحاظ د افغانستان په ځینو ځایونو کې د پرمختګ مشخص زیري شته دي او زیاتوي چې د افغانستان په اړه دا ګرانه خبره ده چې سړی دې په عمومي ډول ووایي دلته حالات څومره ښه شویدي.

" په افغانستان کې په تجربو کې دا مالومه شویده چې د دغه هیواد په اړه په عمومي ډول خبره نشي کیدلی، حتی د یوې سیمه ایزې قوماندانۍ او دبلې سیمه ایزې قوماندانۍ او یا د یوه ولایت او بل ولایت وضعې ته په کتو سره هم څوک د عمومي وضعې په اړه څه نشي ویلي. په افغانستان کې وضع داسې ده چې د یوه ولسوالۍ او یا حتی د هغې نه د وړې سیمې شرایطو په کتو سره تاسو دا تفکیک کولی شئ چې آیا د امریکایي قواوو د حضور له وجې دلته امنیتي وضع ښه شویده او که بر عکس خرابه شویده. خو دا کار په ټولو سیمو کې نه کیږي او په هر ځای کې توپیر لري. او باید چې د هرې سیمې لپاره بیلا بیله تګلاره موجوده وي"

که له یوې خوا په افغانستان کې د امریکایي او نړیوالو عسکرو د شمار د زیاتولي څو میاشتې تیرې شویدي خو له بلې خوا هغې نیټې هم یوازې اته میاشتې پاتې دي چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ویلي دي د افغانستان نه به د عسکرو وتل پیل کوي. خو په افغانستان کې د امریکایي قوماندانانو سره اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې آیا د هغوي تر قوماندې لاندې په سیمو کې به شرایط دیته چمتو وي او نه چې د عسکرو شمار پکې کم کړي. په افغانستان کې د امریکایي او ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال ډیوډ پیټریس چې پرون د سه شنبې په ورځ یې د خبریالانو سره خبرې کول یو ځل بیا یې هماغه خبره تکرار کړله چې افغان او نړیوالو قواوو په زیاتو سیمو کې د طالبانو د زور او قوت مخه نیولې ده خو په ټول هیواد کې یې دا کار ندی کړی.

" ځینې داسې ځایونه شته چې طالبان اوس هم هلته په آزاد ډول ګرځیدی راګرځیدی شي او په ځینو ځایونو کې د هغوي سره یو اندازه زور او قوت هم شته دی نو په همدې خاطر مونږ وایو چې په ځینو ځایونو کې لا کار پای ته ندی رسیدلی. "

جنرال ډیوډ پیټریس په همدې اونۍ کې د امریکا د اې بې سي د ټلویزون سره په مرکې کې ویلي ؤ هغه دا خبره په ډاډ سره نشي کولی چې آیا تر 2014 میلادي کاله پورې به افغان امنیتې قواوې دا توانایي ولري او که نه چې د هیواد امنیت پخپلو مټو وساتي. له بلې خوا جنرال پیټریس د افغانستان لپاره د امریکا په تګلارې باندې د ارزیابۍ په چارو کې هم برخه اخلي چې جمهور رئیس اوباما یې ژمنه کړیده. هغوي پدې غور کوي چې په تګلارې کې څه کم او زیات شي خو چارواکي وایي هغوي دا تمه نلري چې په تګلارې کې به زیات بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG