د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې په امنیتي وضعې کې بدلون راغلی


د افغانستان په جنوب کې په امنیتي وضعې کې بدلون راغلی
د افغانستان په جنوب کې په امنیتي وضعې کې بدلون راغلی

د افغانستان د جګړې په اړه په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې ویل شویدي چې د افغانستان په جنوب کې د تیر کال په پرتله په امنیتي وضعې کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په رپوټ کې ویل شویدي چې د جنوب په زیاتو سیمې کې د طالبانو د بغاوت زور او قوت له منځه تللی دی او په ځینو ځایونو کې یې مخه نیول شویده.

د افغانستان د جګړې په اړه دغه رپوټ چې د امریکن انټپرایز ادارې او د جګړې د مطالعاتو ادارې په ګډه جوړ کړی او خپور کړیدی، پکې ویل شویدي، یو کال وروسته تر هغې چې د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پریکړه وکړه چې افغانستان ته نور دیرش زره امریکایي عسکر واستوي، د همدغو عسکرو له وجې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شویدی.

د امریکن انټرپرایز په ادارې کې یو تن کارپوه فریډریک کاګن چې د دغه رپوټ لپاره د مالوماتو د برابرولو په خاطر یې تیر کال په افغانستان کې 150 ورځې تیرې کړیدي او د اضافي امریکایي عسکرو د کامیابۍ یا ناکامۍ ارزونه یې کوله، وایي په جنوب چې امریکایي عسکرو کومې کامیابۍ لاسته رواړي دي، ډیرې مهمې دي او پخوا هیڅکله په دومره اندازه کامیابي نه وه ترلاسه شوې.

"‍ د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د دغو عسکرو د ورتګ نه وړاندې مونږ هیڅکله هم په یوه وخت کې داسې عملیات ندي کړي چې زیات شمیر عسکر پکې برخه ولري او هدف یې د سیمې نه د طالبانو ایستل او د سیمې امنیت ساتل وي. اوس هغه سیمې چې د طالبانو نه پاکې شویدي، ساتل کیږي او په نورو سیمو کې د عملیاتو لپاره چمتوالی نیول کیږي چې پخوا دا کار نه کیده. "

که څه هم چې پدغه رپوټ کې ویل شویدي چې بغاوت د افغانستان په شمال کې زور ندی اخیستی خو ځینو کارپوهانو بیا دا اندیښنه څرګنده کړیده چې پدې وروستیو وختونو کې په ځینو شمالي ولایتونو کې امنیتي وضع خرابه شویده.

په عین حال کې په رپوټ کې دا هم ویل شویدي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د جګړه مارو ډلو د پټیدو د خوندي ځایونو شتون په افغانسان کې د ناټود ماموریت لپاره یو ستر ګواښ دی. د امریکا د پوځ یو تن متقاعد جنرال جک کیني وایي پکار ده چې امریکا او نور هیوادونه د پاکستان په حکومت او پوځ باندې زیات فشار واچوي چې پخپلې خاورې کې د جګړه مارانو د پټیدو د خوندي ځایونو چاره وکړي.

" دا خورا بده خبره ده چې پاکستان زمونږ په سیمې کې یو داسې انډیوال دی چې مونږ ورته په دوامداره توګه پیسې ورکوو خو دغه هیواد بیا په مستقیم ډول د جګړه مارو د پټیدو د هغو خوندي مزکزونو سره مرستې کوي او ملاتړ یې کوي چې د همدغو مرکزونو نه په افغانستان کې د ناټو، امریکا او د افغانستان په امنیتي قواوو باندې بریدونه کیږي. هغوي مونږ هره ورځ وژني او ټپي کوي مو. "

متقاعد جنرال کیني همدرانګه وایي چې د افغانستان د امنیتي قواوو په روزنې کې پرمختګ هم زیاته اغیزه لري او وایي پکار ده چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وشي ځکه چې په پای کې به د امنیت ساتلو مسؤلیت همدغو قواوو ته ورپه غاړه کیږي.

XS
SM
MD
LG