د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د امریکا سره مو خبري ځنډولي


د یوه خبر له مخې چې د آمرېکا د AP خبري اژانس نن خپور کړ، طالبانو اعلان کړی چې دآمریکا سره یې خپلې خبري ځنډولي دي. په کابل کې دAP خبریال په خپل راپور کې د طالبانو د ېوې بیانیې په حواله ویلي چې د آمریکا سره یې د سولې خبري ځنډولي دي .

د طالبانو یوه ویاند زبیح اله مجاهد وویل ، طالبانو ځکه ورسره خبري وځنډولې چې آمریکا څو واري خپل شرایط بدل کړل او یوه خبره ېې نه کوله. زبېح اله مجاهد وویل چې طالبانو غوښتل چې فقط د خپلو قیدیانو او په قطر کې دیوه سیاسي دفتر د پرانیستلو په هکله ورسره خبري وکړي، خو آمریکایې مرکه چېانو کوښښ کاوه چې ددغو خبرو ساحه پراخه کړي او نور مسایل هم په کې شامل کړي. زبېح اله مجاهد وویل طالبان نه غواړي چې دافغانستان حکومت په خبرو کې شامل شي.

د طالبانو دغه پریکړه په داسي حال کې خپره شوې چې دAP خبري اژانس ریپوټ ورکړی چې نن دارزگان ولایت د هریرود په ولسوالۍ کې ١٣ تنه ملکي وگړي هغه وخت ووژل شول چې یو سرویس موټر د سړک پر غاړه په یوه ماین وربرابر شو. په وژل شوو کسانو کې نهه تنه ماشومان او څلور ښځې شاملې وې.

ولسمشر حامد کرزي په یوه مطبوعاتي بیانیه کې دغه چاودنه چې د هریرود د سیا چاو په کلي کې رامنځ ته شوې وغندله. ښاغلي کرزي وویل چې دا عمل د اسلام د دین د اساساتو پر خلاف عمل دی چې هرگز د بښنې وړ نه دی.

جمهور حامد کرزي نن د ناټو نه وغوښتل چې خپل عسکر دي د افغانستان د کلیو نه وباسي او په خپلو غټو پوځي اډو کې دي واچوي.

د ‍AP آژانس وایې چې ښاغلي کرزي وویل چې د ٢٠١٣ مېلادي کال تر پایه پوري باید دناټو له خوا حکومتي ځواکونو ته د امنیت دساتلو دنده او مسوولیت وسپارل شي.

ناټو اعلان کړې چې د٢٠١۴ مېلادي کال تر پایه پوري به خپل عسکر دافغانستان نه وباسي او دامنیت دساتلو وظیفه به د افغانستان د حکومت ځواکونه په غاړه واخلي، خو اوس ښاغلی کرزی غواړي چې ناټو دي د خپلې ټاکلې مودې نه یو کال وړاندې دغه پلان عملي کړي.

کرزي دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې دآمریکا ددفاع وزیر لېان پنیته په کابل کې ؤ.

سږکال په جنورۍ کې د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي اعلان کړې و چې فرانسه به د ټاکلي تقسیم الاوقات نه یو کال مخکې خپل عسکر وباسي.

XS
SM
MD
LG