د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو پر مرکز برید کې د استخباراتو د همکارۍ نه شتون


افغان چارواکي وایي څو ځلې یې د بهرنيو ځواکونو نه غوښتي وو چې په بگرام کې د افغان کارکونکو په هکله ورسره معلومات شریک کړي
افغان چارواکي وایي څو ځلې یې د بهرنيو ځواکونو نه غوښتي وو چې په بگرام کې د افغان کارکونکو په هکله ورسره معلومات شریک کړي

افغان چارواکي وایي د بگرام په پوځي اډې کې د نوامبر د دولسمې نیټې له ځانمرگي برید نه وروسته اوس امریکایي پوځیان د استخباراتی معلوماتو په شریکولو کې ورسره همکاري کوي.

دولس ورځې مخکې د قاری نایب په نوم یو تن، په بگرام کې د ناټو پوځي اډې کې ځانمرگی برید وکړ چې له امله یې څلور امریکایي سرتیري ووژل شول او پنځه لس تنه نور ټپیان شول.

افغان حکومت او امنیتي چارواکي وایي چې تیر کال یې لږ تر لږه دوه ځلي د امریکا پوځ ته خبرداری ورکړی و چې کیدای شي یو کارکونکی یې د برید پلان ولري.

افغان چارواکي وایي هغوی څو څو ځلې د بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي وو چې د بگرام په پوځي اډې کې د افغان کارکونکیو په هکله ورسره معلومات شریک کړي چې مشکوک کسان وپیژندل شي خو بهرنیو ځواکونو دا غوښتنه رد کړې وه.

کله چې له ناټونه د معلومات د شریکولو په اړه پوښتنه وشوله، د ناټو ویاند تورن ویلیم سالېون وویل چی دوی د افغانستان ددفاع وزارت له امنیتی قواو سره د امنیت په ټولو برخو کې شراکت لري او په دې کې د معلوماتو شریکول هم شامل دي.

تورن ویلیم سالېون وویل: " موږ له خپلو افغان شریکانو سره په ورځنیو چارو کې کاري اړیکې لرو، خو د عملیاتو د امنیت په خاطر موږ په جزئیاتو خبرې نه کوو."

د افغان چارواکو په وینا د دې برید نه وروسته اوس امریکایي ځواکونه د افغان ځواکونو سره نژدې همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG