د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي چارواکی: د بلخ برید د حقاني ډلې کار و


د حقاني شبکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامله ده او د یو ترهگر سازمان په توگه یې پیژني
د حقاني شبکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامله ده او د یو ترهگر سازمان په توگه یې پیژني

د امریکا د لمړنیو استخباراتي معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت په شاهین ٢٠٩ قول اردو باندې په برید کې د حقاني ډلې لاس و.

په شاهین ٢٠٩ قول اردو باندې د مرگونې حملې نه څو شیبې وروسته طالبانو د برید مسؤلیت ومانه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یو لوړپوړي امریکایي مقام له خولې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي وایي، ددې دلیل چې د حقاني شبکې ونه غوښتل ددې حملې مسؤلیت ومني دا و چې دا کار پر پاکستان باندې فشار زیاتوي، ځکه دغه شبکه په هغه هیواد کې امن پتنځایونه لري.

دغه امریکایي مقام ویلي دي چې په شاهین ٢٠٩ قول اردو باندې حمله خورا پیچلې او "محاسبه شوې" وه او د هغه په وینا مشکله ده چې طالبان دا ډول پیچلې حمله ترسره کړي.

دغه امریکایي مقام د اسوشتیتید پرس اژانس ته هم ویلي دي چې ددې حملې طرحه کولو او عملي کولو له څلورو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیولی دی. هغه همداشان زیاته کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځي مقامات په دې باور دي چې د ۱۰ بریدگرو سره ددې پوځي اډې له دننه نه هم مرسته شوې ده، ځکه هغوی په دې پوهیدل چې افغان سرتیري د لمانځه پر وخت خپلې وسلې له ځانه سره نه وړي.

د حقاني شبکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامله ده او د یو ترهگر سازمان په توگه پیژندل کیږي او دغه شبکه د غربي او افغان مقاماتو په وینا د کلونو راهیسې په پاکستان کې امن پټنځایونه لري. دغه ادعا تل اسلام آباد ردوي او وایي چې دوی د ټولو ترهگرو په وړاندې یو ډول عمل کوي.

په واشنگټن کې میشت د ودرو ویلسن د څیړنیر مرکز د جنوبي اسیا د چارو یو کارپوه مایکل کوگلمن، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، هر کله چې یوه پیچلې حمله سمه هماهنگي شوې وي باید د حقاني شبکې دخالت په کې په پام کې ونیول شي، ځکه دغه شبکه په افغانستان کې د داسې بریدونو سابقه لري.

خو دغه کارپوه د طالبانو له لورې د داسې حملې طرحه کول هم نه ردوي، په ځانگړې توگه که دغې ډلې سره د قول اردو له دننه نه هم مرسته وشي.

ښاغلي کوگلمن وویل چې "د افغان پوځیانو نننۍ ټیټې روحیې ته په کتلو سره ددې احتمال شته چې یو شمیر "خاینو" کسانو دننه له قواو څخه د طالبانو سره مرسته کړې وي".

ښاغلي کوگلمن زیاته کړه هر کله چې په دغه حمله کې د حقاني شبکې دخالت ثابت شي د واشنگټن او اسلام آباد ترمنځ اړیکې چې له مخکې نه کړکیچنې دي، په پام وړ کچه به راټیټې شي، او د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې به په جدي توگه متاثرې شي. خو ښاغلي کوگلمن په مشخصه توگه پر اړیکو باندې د تاثیراتو یادونه ونه کړه.

افغان سیاسي او امنیتي څیړونکي جاوید کوهستاني د امریکا غږ ته وویل چې په اوسني وخت کې د حقاني شبکې تاکتیک دادی چې د حملو مسؤلیت په غاړه وانخلي تر څو له دې لارې پر پاکستان باندې د فشار واردیدو مخنیوی وشي. هغه وویل "حتی په دې وروستیو کې، هغه حملې چې د حقاني شبکه یې کوي، مسؤلیت یې د اسلامي دولت ډله یا داعش په غاړه اخلي".

خو ښاغلی کوهستاني وایي که په دقیقه توگه ثابته هم شي چې دا کا د حقاني شبکې کړی د پاکستان په وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د غبرگون وړاندوینه مشکله ده، ځکه د هغه په وینا "ددې شبکې په وړاندې د افغانستان د پولو بهر د واشنگټن مخکني اقدامات ناڅیزه وو."

XS
SM
MD
LG