د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ستونزې ډیرې دي خو افریقا له پامه نه شو غورځولی


د افریقا سره د غونډې دویمه ورځ اقتصادي چارو ته ځانگړې شوي وه چې په کې ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې امریکا او ملگري به یې په پرمختیایي چارو کې ٣٣ میلیارده ډالر پانگونه وکړي.

ښاغلي اوباما یوه اوږده وینا وکړه او د افریقا د لویې وچې د پاره یې د امریکا د حکومت پروگرامونه تشریح کړل.

ښاغلي اوباما په دې ټینگار وکړ چې امریکایي شرکتونه په افریقا کې سرمایه گذاري کوي خو د افریقا حکومتونه هم باید زمینه برابره کړي او اداري فساد او حکومتي اصلاحاتو ته توجه وکړي.

که څه هم ډیر افریقایان اوس هم د بې وزلۍ، شخړو، لوږې او له ناروغیو کړیږي، امریکا باید نوې راتلونکې افریقا له پامه ونه غورځوي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه "د نړۍ یو شمیر هغه اقتصادونه چې چټکه وده کوي، منځنۍ طبقه یې وده کوي، تولیدي او پرچون سکتور یې وده کوي، او هغه چې د مخابراتو سکتور یې وده کوي، په افریقا کې دي.

ښاغلي اوباما وویل چې دده حکومت په افریقا کې سوداگرۍ ته د ودې ورکولو کمپاین په لار اچولی دی او دی هڅه کوي چې امریکایي شرکتونه په افریقا کې د اقتصادي سیالۍ کولو جوگه کړي.

د کوکاکولا، ای بي ایم او جنرال الیکتریک، امریکایي شرکتونه له افریقایي هیوادونو سره د سوداگرۍ کولو هیله لري چې د دوی په اند دواړه لوریو ته به یې گټه ورسیږي. خو د افریقا د اړتیاو د اولیتونو د لست په سر کې، تر ټولو مهم د انرژي پوره کول دي.

اندریو لوریز د داو کیمیکل شرکت عمومي رئیس دی. هغه وویل "په دې هیوادونو کې ارزان بیه انرژي تر ټولو حتمي ضرورت دی، ځکه چې نورې ټولې اړتیاوې چې خلکو ته روزگار پیدا شي، تر هغه وخته امکان نلري چې بیه یې د نورو سره سیالي ونکړي.

د الیکو ډانگوټې په څیر، د یوشمیر افریقایي شرکتونو رئیسان وایي چې افریقا باید له بیلابیلو منابعو د انرژی د تولیدلو هڅه وکړي. هغه زیاته کړه، " په نایجیریا کې موږ تیل لرو، سکاره لرو، او گاز لرو. نایجیریا ٢٦٠ تریلیونه کیوبیک فټ گاز لري، خو موږ یوازي له یو تریلیونه کیوبیک فټ کار اخلو.

ځیني نور افریقایي هیوادونه هم د نایجیریا په څیر د انرژي او تیلو پریمانه معدنونه لري، خو ولسونه یې بیا هم بې وزله دي.

د گانا ولسمشر جان ماهاما وایي چې اتیا سلنه هیوادوال یې بریښنا لري او ددې یوازینۍ وجه دا ده چې ځیني اساسي اصول مو مراعات کړي دي.

هغه وویل، "چې طبعي خوشبختي مو په عذاب بدله نه شي، باید دیموکراسي اساس وگرځوو. "

په غونډه کې متحده ایلاتونو یوشمیر نور پروگرامونه هم اعلان کړل چې یو یې د پاکې انرژی د تمویلولو پروژه ده. ددې د پاره د بهرنیو چارو وزیر له هغو هیوادونو سره د لس میلیونه ډالرو ژمنه وکړه چې د پاکې انرژۍ د تولیدولو پروگرامونه لري.

XS
SM
MD
LG