د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش لسګونه وسله وال وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وایي په اچین کې دد تیرې ورځې بمباریو کې د داعش د ډلې یو روزنیز مرکز هم ویجار شوی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي په اچین کې دد تیرې ورځې بمباریو کې د داعش د ډلې یو روزنیز مرکز هم ویجار شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې تیره شپه د ننګرهار د ولایت د اچین په ولسوالۍ کې په هوایي بریدونو کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې څلویښت وسله وال وژل شوي دي، چې د دغې ډلې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.

د ننګرهار په ولایت کې چارواکي وايي، چې داسلامي دولت یا داعش د ډلې دا وسله وال، تېره شپه د اچین ولسوالۍ په لته بند سیمه کې امریکايي الوتکو هغه وخت په نښه کړل، چې هغوی په دغه سیمه کې په یوه مسله د خبرو لپاره غوڼده جوړه کړې وه.

دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل،چې دغه برید تېر ماخستن اته نیمې بجې شوی چې په پایله کې یې د داعش د ډلې څلویښت وسله وال وژل شوي دي.

مشرقیوال وايي د داعش ډلې په دغه سیمه کې د جګړې په یو پلان باندې د بحث لپاره یوه لویه غونډه رابللې وه، چې بمباري پرې وشوه.

دننګرهار ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند وویل، په وژل شوو وسله والو کې د دغې ډلې بهرني وسله وال هم شامل دي. ده.

داچین ولسوال غالب مجاهد هم ویلي،چې په وژل شویو کې دپاکستانیانو په ګډون نور بهرنیان هم شامل دي.

هغه وايي په دغه بریدونو کې د داعش ډلې ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

داچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي،چې په اچین کې د داعش ډله اوس هم په ډېرو سیمو کې حاکمه ده او وخت ناوخته له وسله والو طالبانو سره هم داعش جنګیالي جګړه کوي.

دغه ځايي اوسېدونکي ویلي دي،چې بیګانۍ بمباري هم په غرنیو سیمو کې شوې ده .

تر اوسه د داعش ډلې ددغو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې ډرون بریدونه

دننګرهار په خوګیاڼو او لعل پورې ولسوالیو کې تېره ورځ پر وسله والو طالبانو ډرون بریدونه شوي،چې په پایله کې یې نهه طالب وسله وال وژل شوي او ګڼ ټپیان دي.

دننګرهار دامنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي،چې دغه بریدونه دخوږیاڼو په وزیرو او لعلپورې په شګوټې سیمه کې شوي دي.

یو شمېر ولسي خلکو ویلي،چې دخوږیاڼو په ولسوالۍ کې ځینو ملکي وکړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو تراوسه لا د دغو ادعاو سپیناوی نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG