د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د داعش پرضد د اوباما د هوایي بریدونو فرمان


جمهور رئیس اوباما د پنجشنبې په شپه د سپینې ماڼۍ نه په بیان کې وویل، امریکایی الوتکو د هوا نه عراقیانو ته چې د افراطیانو له لوری په خطر کې دي، ضروري خواړه او اوبه ور اچولي دي.

ښاغلي اوباما وویل، امریکا مسولیت لري چې، د عراق د اسلامي دولت په نامه د ملیشو د عام قتل مخه ونیسي.

دغو ملیشو د عراق د شمالي او غربي لویو برخو د نیولو په ترڅ کې مذهبي او قومي اقلیتونه د خپلو مېنو او سیمو نه تیښتي ته مجبور کړي دي او یو شمیر يې وژلي دي.

ښاغلي اوباما وویل، که دغه ملیشې، کردي مرکز د اربیل خوا ته پرمختگ کوي، نو د امریکایي پرسونلو د حفاظت په خاطر، د امریکا هوایی قوه پرې محدود هوایې بریدونه کولی شي.

بلخوا د پنتگان ویاند نن د جمعې په ورځ وویل چې امریکایي الوتکې د اسلامي افراطیانو په توپخانې باندی چې، په اربېل کې یې د کردی قواوو په ضد استعمالوي، هوایي برید کړی دی.

عراق
عراق

د پنتگان د مطبوعاتی چارو رئیس ادمیرال جان کربی د وینا له مخې، دوه جټ جنگی الوتکو، په محلی وخت په شپږو بجو او پنځه څلویښت دقیقو، په ټرک باندی چې گرځنده توپخانه یی انتقالوله، پنځه سوه پونډه لیزر رهبری شوي بمونه واچول.

د سوریې او عراق د اسلامی دولت یا داعش جگړه مارانو، ددغې توپخانی نه په کردي قواوو، چې د کردستان د پایتخت دفاع کوي، ډزی کولی.

په دغه ځای کې امریکایی نظامي پرسونل، دیپلوماتان او نظامي مشاورین دیره دي.

ددې حملې نه څو ساعته مخکې جمهور رئیس براک اوباما پرون ماښام په تلویزیون کی اعلان وکړ که د امریکا پرسونلو او تاسیساتو ته خطر ؤ ، نو دا الوتکی د هوایی برید اجازه لري

XS
SM
MD
LG