د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او ملګري یې د داعش د له منځه وړلو هڅې زیاتوي


د امریکا د دفاع وزیر د فرانسې د دفاع د وزیر سره په پاریس کې
د امریکا د دفاع وزیر د فرانسې د دفاع د وزیر سره په پاریس کې

د امریکا د دفاع وزیر او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د هیوادونو د دفاع شپږو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې موافقه وکړه چې د داعش په ضد به پوځي هلوځلو ته زور ورکوي.

کارټر وویل «موږ موافقه وکړه چې هڅې باید زیاتې شي.» هغه زیاته کړه چې توجه باید چې د داعش څخه د لویو ښارونو نیولو ته وشي.

د فرانسې د دفاع وزیر د کارټر سره موافقه وکړه چې اوس یې وخت دی چې د داعش د ماتولو لپاره باید هڅې چټکې شي.

په پاریس کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا، فرانسې، استرالیا، بریتانیې، جرمني، ایټالیې او هالنډ د دفاع وزیرانو برخه اخیستې وه.

کارټر دا هم وویل چې د داعش په له منځه وړلو کې د سیمې د عربو هیوادونو نقش هم مهم دی.

خو د امریکا د ستراتیژۍ منتقدین وايي چېد داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا

ستراتیژي کمزوره ده. په منتقدینو کې د امریکا د کانګرس ځینې غړي هم شامل دي.

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو خو غوښتنه کړې ده چې عراق ته دې بیرته امریکايي عسکر واستول شي خو ولسمشر اوباما ویلي دي چې دا کار به و نه کړي.

د داعش په پيسو برید

د امریکا په مشري ایتلاف وايي چې په روانې اونۍ کې يې د عراق د موصل په ښار کې د داعش د نقدو پيسو په یو مرکز باندې برید کړی دی.

ایتلاف ویلي دي چې د دوشنبې د ورځې په برید کې یې په لسګونو میلیونه ډالره، چې داعش خپلو وسله والو ته ورکولي، له منځه وړي دي.

د ایتلاف ویاند ډګروال سټیف وارن د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا دوهم برید و چې د موصل په ښار کې د داعش په مالي مرکزونو باندې وشو.

د عراق حکومت تیر کال ویلي وو چې داعش د موصل او د عراق د نورو ښارونو د بانکونو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالره غلا کړي دي.

وارن ومنله چې د دوشنبې د ورځې په برید کې ملکیان هم وژل شوي دي خو هغه زیاته کړه چې د وژل شوو ملکیانو شمیر دومره نه و.

امریکا او روسیه

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په سویس کې غونډه کړې دي. په غونډه کې په سوریې کې د بشري مرستو په رسولو کې مشکلات او د سوریې د راتلونکي په اړه د اضطراري خبرو د کیدو د وخت د ناڅرګندتیا په اړه خبرې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي په یوه بیان کې ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په روسیې فشار اچولی چې د سوریې په رژیم باندې دې د خپل نفوذ نه کار واخلي تر څو هغو سیمو ته چې محاصره دي مرستې په وخت ورسیږي.

لاوروف دا تائید کړې ده چې روسیې موافقه کړې ده چې تر ټولو مهمو موضوع دا ده چې په سوریې کې هغو خلګو ته مرستې ورسیږي چې په جنګ کې ګیر دي.

XS
SM
MD
LG