د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د تجارتي ډرون د پرواز مقررات


متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ داسې قوانین وضع کړل چې له دې وروسته په ټول هیواد کې وړو تجارتي ډرون یا بې پیلوټه الوتکو پروازونو ته اجازه ورکړي، خو د هغه ډرون فعالیت بندوي چې په لویه کچه د مشتریانو لپاره د لرې واټن نه اخیستل شوي توکي انتقالوي.

د دې نویو مقرراتو له مخې د وړو تجارتي ډرون الوتکو هغو فعالیتونو ته اجازه ورکول کیږي چې د زراعتي ځمکو، د طبعې آفتونو په وخت کې د ژغورنې د عملیاتو څارنه، د مرغانو یا نورو ژویو د ځالو یا اوسیدو ځایونه وګوري، او یا د تعلیمي او تحقیقاتي برخو لپاره اړتیا ولري.

ترڅنګ یي دا شرط هم پرې ایښودل شوی دی چې د ۲۵ کیلوګرامه نه زیات وزن ونلري او په ساعت کې د ۱۶۱ کیلومترو په سرعت او د ۱۲۲ مترو د ارتفاع نه پورته لاړ نشي.

ترڅنګ یي دا پروازونه باید د الوزوونکي شخص د څار تر ساحې پورې محدود اوسي او د عامو خلکو په سر نه اوسي.

د متحده ایالاتو د ترانسپورت وزیر انتوني فاکس وویل"په داسې حال کې چې دا نوې تکنالوژۍ د ودې او پرمختگ په لور روان دی، مونږ غواړو یقني کړو چې د مصونیت او نوښت ترمنځ انډول وساتو."

د امریکا دوه لوی شرکتونه، اپل او گوگل ویلي دي چې دوه کاله مخکې یې په داسې ډرون باندې کار پیل کړی او په ٢٠١٧ کې به پ خپلو مشتریانو باندې د انترنت له لارې د خپلو د تولیداتو د خرڅلاو لپاره ورنه استفاده وکړي.

متحده ایالات د بې پیلوټه الوتکو په جلا قوانینو باندې هم کار چې د تولیداتو د لرې واټنونو د وړو راوړو لپاره به کارول کیږي، خو تر اوسه پورې د دې ډول ډرون لپاره کوم مشخص مهال ویش ندی اعلان شوی.

XS
SM
MD
LG