د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانانو د سولې له خبرو ملاتړ کوي


د امریکا سفیر وايي هره میاشت یو میلون ښځې د یو ایس ایډ په مالي مرسته د جوړو شوو روغتیایې کلینکونو ته د درملنې لپاره ورځي.
د امریکا سفیر وايي هره میاشت یو میلون ښځې د یو ایس ایډ په مالي مرسته د جوړو شوو روغتیایې کلینکونو ته د درملنې لپاره ورځي.

د امریکا سفیر مایکل مک کینلي چې په نږدې ورځو کې په کابل کې د امریکا د نوي سفیر په توګه په کار پیل کړی د یکشنبې په مازدیګر یو شمیر افغان ښځینه ژورنالستاتو سره په خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې د بهیر نه د خپل حکومت ملاتړ څرګند کړ وویل چې هغه څه چې په دې برخه کې مهم دي هغه د سولې په مسله د افغانانو ترمنځ د بخثونو پیلیدل دي.

ښاغلي مک کینلي وویل "په دغه پړاو کې مهمه داده چې بهرنی ملاتړ د خبرو نه ملاتړ ته واړول شي چې ورسره په دغه هیواد کې جګړه او زور زیاتی پای ته ورسیږي".

د ښاغلي مک کینلي نه یوې خبریالې وپوښتل چې که چیرې د سولې خبرې بریالئ شي او د دغو خبرو په نتیجه کې په ښځو باندې د کار کولو په برخه کې بندیزونه ولګول شي د امریکا د متحده ایالاتو دریځ به څه وي وویل چې په دې هکله خبره کول له وخت نه وړاندې دي ځکه چې تراوسه خبرې لا نه دي پیل شوي.

سفیر مک کینلي افغان ښځینه خبریالانو سره دا غونده د امریکا د سفارت له خوا د مارچ د اتمې ورځې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو د پروګرامونو په لړ کې جوړه کړې وه.

دې غونډې ته ښاغلي مک کینلي د افغان ښځو د ژوند د ښه کیدلو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو په باب هم څرګندونې وکړې ویې ویل چې د پرموت په نوم چې امریکا د ۲۱۶ میلیونو ډالرو کوم څلورکلن پروګرام په افغانستان کې پیل کړی په ټولنه نړۍ کې ساری نه لري.

ښاغلي مک کینلي وویل "مونږ په دغه هیواد کې سل مختلف پروګرامونه چې د بیلابیلو امریکایي ادارو د عامه اړیکو، یوایس اې ډي، مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې او امنیتي ادارو له خوا د ښځو د ژوند د ښیګڼې لپاره پرمخ وړل کیږي پرمخ وړو".

د امریکا سفیر وویل چې په تیرو دیارلس کلونو کې د امریکا سفارت ۴۴۶ افغانان د فولبرایټ پروګرام له لارې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره امریکا ته استولي چې ۷۳ یې ښځې دي.

د امریکا سفیر په تیرو کلونو کې د افغان سوداګرو ښځو او هم د ښځینه ښوونکو د روزنې د پروګرام سره د امریکا د مرستو یادونه وکړه وویل چې ۳۰۰۰ سوداګرو ښځو او ۷۰۰۰ ښځینه ښوونکو په روزلو کې یې مرسته کړې ده.

همداشان د امریکا سفیر په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې د لاس ته راوړنو یادونې په وخت په دغه ډګر کې په شوي پرمختګ کې د امریکا د متحده ایالاتو ونډه خورا مهمه وګڼله ویې ویل چې هره میاشت په ټول افغانستان کې یو میلون ښځې او نجونې د امریکا د پرمختیا د نړیوالې ادارې یو ایس ایډ په مالي مرسته ۶۴۰ جوړو شوو روغتیایې کلینکونو ته د درملنې لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG