د لاس رسي وړ اتصالات

له کونړ ولایت څخه بهرني ځواکونه ووتل


په کونړ کې چارواکي وايي په دغه ولایت کې دبهرنیو ځواکونو له پاتې وروستي ټولي سره یې هم مخه ښه وکړه او په دې سره ټول بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه ووتل.

د مرکز اسدآباد اړوند توپچي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و، چې ددغه ولایت ولسوالۍ او د بهرنیو ځواکونو نور مرکزونه ترې اداره کېدل.

دکونړ والي شجاع الملک جلاله امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه یعنی د چهارشنبې شپه ۱۰د اکتبر په ۲۱ دغه ځواکونه له کونړ څخه ووتل.

که څه هم بهرنیو سرتیرو له نورو سیمو پر وتو خپلې ودانۍ او وسایل روغ ندي پريښي، خو دکونړ والي وايي دده په هڅو دغه ځواکونو هر څه پر ځای پریښودي دي.

که څه هم معلومه نده، چې د بهرینو ځواکونو په دغه مرکز کې د کوم هېواد سرتیري و، خو د افغانستان په ختیځ کې تر ډېره امریکايی ځواکونه دیره دي.

د کونړ د امنيې قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخېل امریکا غږ ته وویل، چې په تېرو وختونو کې له ولسوالیو څخه د دوی ځواکونو خپل مرکزونه پرې اېښي و، او دا اخیري ټولی و، چې له کونړ سره یې مخه ښه وکړه.

نوموړی وايي ددغه ځواکونو وتل د دوی پر چارو کوم منفي اغیز نه کوي او سرتیري یې د کونړ امنیت ساتلی شي.

ځايي خلک هم ددغه سرتیرو پر وتو خواشنیي نه دي او وايي له خپل حکومت سره مرسته کوي او په خپلو ځواکونو د امنیت ساتنې باور لري.

که څه هم بهرنیو ځواکونو له کونړه وتلي خو په ګاونډي ننګرهار کې، چې د نورو هېوادونو ګڼ سرتیري په کې مېشت دي لاهم جګړې تودې روانې دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال حضرت حسین وايي، تېره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستې برید شوی، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي شپږ وسله وال وژل شوي، درې زخمیان دي، چې په وژل شویو کې د ده په خبره یو پاکستانی هم دی.

یوه ښځه هم د طالبانو په ډزو کې وژل شوې او درې محلي پولیس هم ټپیان دي.

نوموړی همدا زار وايي، چې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې هم ځانګړو ځواکونو عملیات کړي، چې په پایله کې یې د یوه عرب په شمول دوه کسه وژلي او څلور یې ژوندي نیولي دي.

ددغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې بیا ملي اردو او ځايي پولیسو عملیات کړي، چې په پایله کې یې اوه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

چارواکي وايي، چې په دغو عملیاتو کې یې ځواکونو ۲۳ مشکوک کسان هم نیولي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه پېښو پر تړاو څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG