د لاس رسي وړ اتصالات

چیک هیلګل: د امریکا اتومي ځواک له ستونزو سره مخامخ دی


د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل وایي چې امریکایي اتومي ځواکونه یو لړ داسې مسایلو سره مخامخ دي چې د دغه ځواک خوندیتیوب او امنیت ګواښلی شي.

ښاغلي هیگل د هوایي ځواکونو اډی می ناټ ته چې د دغه هېواد د اتومي وسلو د زیرمو درېیم لوی مرکز دی، ورغلی و.

وزیر چک هیگل وایی چې د امریکا د اتومي وسلو مرکز د ډول ډول مسلو سره مخامخ دی، چې د کارکوونکو ټیټه روحیه، ناسم مدیریت او په کار د ګمارېدونکو کسانو کموالی په کې شامل دي.

هغه وایي "له کورنۍ او بهرنۍ ارزونې نه وروسته دا معلومه شوې ده چې په دې برخي کې پرله پسې او منظمې پانګونې ته پام نه دی شوی، د اتومي ځواک پوره ملاتړ نه دی شوی چې له کبله یې مونږ له ګڼو داسې ستونزو سره مخامخ یو چې حل کول یې ستونزمن دي."

د امریکا د دفاع وزیر چيک هیگل وایي چې شته ستونزې د اتومي پروگرام اغیز کمولی شي، د مثال په توگه د می ناټ هوایي اډې د تحنیکي برخې مشر فارسټ پورټر ماته ویلي و چې د زړو توکو ساتنه مشکله وي او دوی یې د بیا جوړولو کوښښونه کوي او په دغو توکو کې یې ځینې دومره زاړه شوي چې کمپنۍ یې نوي نه جوړوي.

ښاغلي هیګل زیاته کړه "زه ددغو سامانو پر ځای نورسامان نه شم کارولی او دا مونږه ته ډېرې مسلي جوړوي.مونږ پوهیږو چې دا څنگه جوړ کړو خو دا هر وخت خرابیږي او دا زمونږ ډېر وخت نیسي. "

د می ناټ د اتومي وسلو د مرکز په دیوالونوباندي د پرتو دوړو نه داسي ښکاري چې دا ۵۰ کاله پخواني دي، دا ځکه چې د نن نه پنځوسه کاله پخوا د دې مرکز د پاکولو لپاره پېسې ورکړل شوې وې او د دې مرکز صفايي شوې وه.

د ۵۰ کلنو په مودې کې یې بیا د می ناټ اتومي مرکزنه دی پاک شوی.

بریدمن ډان سینډرسن د هغو کسانو خبره یاده کړه چې ده د دغه ځای د پاکولو لپاره استولي و "دوي بیرته پ ما پسې راغلل او ماته یې وویل چې کله مونږ د چت پاکول شروع کړل نو دوړې په موږ دپاسه را وورېدل شروع شول،ما ورته وویل ډېره بخښنه غواړم. "

د امریکا د دفاع وزیر هیگل وایي چې په دې برخه کې به پانګونه وکړي او کارکوونکي به یې زیات کړي.

ښاغلي هېګل وویل چې هېڅ داسې څه نشته چې د چارواکو له وسه دې دې وتلي وي.

هیګل اعلان وکړ چې په راتلونکو څو کلونو کې به د امریکا د اتومي وسلو په دستګاه کې په میلیاردو ډالره اضافي پانګونه وشي.

د امریکا غږ د خبریال کارل باب رپوټ

پښتو ژباړه: نزرانه یوسفرۍ

XS
SM
MD
LG