د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا منځني ختیځ کې د پټې اډې جوړولو پلان لري


امریکا منځني ختیځ کې د پټې اډې جوړولو پلان لري
امریکا منځني ختیځ کې د پټې اډې جوړولو پلان لري

امریکایی خبري رسنۍ رپوټ ورکوي چی د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره غواړي خپله یوه پټه هوایي پوځي اډه په منځني ختیځ کې جوړه کړي تر څو په یمن کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دپاره ترې کار واخلي.

اسوشیتد پرس چې ددی اډې د جوړولو او پلان خبر یی تر ټولو لومړئ خپور کړ د یوه امریکایی مامور له قوله چې نوم یئ ندی ذکر کړی وایي دا اډه چې موقعیت یې لا تر اوسه هم په دقیقه توګه ندی په ډاګه شوی د سږ کال تر پایه پوری د کار اخیستو دپاره چمتو کیږي.

ددغې اډې په اړه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې دعربو په ټاپو وزمي کې دالقاعدې د هغې څانګې په اړه امرېکاېې مامورانو سره ډېره وېره راپېدا شوې چې مرکز ېې په ېمن کې دی. دغې ډلې څو ځلې په امرېکا باندې دحملو کولو کوښښونه کړي دي او اوس ېې دېمن دجمهور رېس علی عبداله صالح پر ضد دولسي پاڅون په جرېان کې ډېرې سېمی دحکومتي ځواکونو نه نېولي دي. د ېمن حکومت د امرېکې پو ځ ته اجازه ورکړې وه چې دالقاعدې پر خلاف ېو لړ عملېات وکړي او توقع کېږي چې امرېکاېې ځواکونه به په دغه هېواد کې خپل عملېات پراخه کړي.

امرېکاېې ماموران وايي چې په منځني ختیځ کې د CIA د نظامي اډې د جوړېدو نه دا خبره ښه ثابتېږي چې د اوباما حکومت د ټرورېستانو په خلاف د بی پېلوټه Drone الوتکو هغو حملو ته څومره زېات اهمېت ورکوي ، چې فعلا ېې په پاکستان کې سرته رسوي. دامرېکا حکومت په ښکاره توګه په دغو عملېاتو باندې اعتراف نه کوي.

دAP خبري اژانس نن دېمن دحکومت دېوه مامور له قوله راپور ورکړ چې القاعدې ددغه هېواد په جنوب کې دحکومتي ځواکونو څخه د حوثې دښار ځېني برخې ونېولی.

XS
SM
MD
LG