د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دواړه ګوندونه وايي چې ولسمشر دي په خپلې کلنۍ وینا کې اقتصاد او مالیاتو ته زیاته پاملرنه وکړي


د امریکا دواړه مهم سیاسي ګوندونه په دې قانع دي چې ولسمشر اوباما دي د سې شنبې په ورځ خپل په کلنیزې وینا کې د هیواد اقتصادي ننګونو او د مالیاتو ستونزو ته نسبتا ډیره پاملرنه وکړي خو دواړه ګوندونه د دغو ستونزو د حل لپاره د تلګارو په برخو کې سخت اختلافات لري.

د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وايي چې ولسمشر اوباما باید د کنټرول نه وتلو حکومتي لګښتونه مخه ونیسي، په خاصه توګه دوي غواړي چې ولسمشر په بودیجه کې کموالی راولي او د اوتوماتیک کموالي مخنیوی وکړي. که چیري ولسمشر او کانګرس د لګښتونو پر کمیدو باندي سره سلا نشي نو د مارچ په میاشت کې به د قانون له مخې په اوتوماتیک ډول په حکومتي لګښتونو کې کموالی راسي چې دا کار به د اقتصادي چارو د کارپوهانو له آند د امریکا پر اقتصاد باندي اغیز ولري.

د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي ایرک کنټر د ان بي سي تلویزوني چینل د میت د پریس په پروګرام کې داسي وویل: ،،دا د حکومتي لګښتونو د کمولو اوتوماتیک میکانیزم دی. مونږ کولای شو تر دې ډیر ښه او لا موثر کمښت راولوو. زه هیله مند یم چې په دې هکله د ولسمشر څخه د هغه د کلنیزې وینا پر مهال یو څه واورم. زه هیله لرم چې هغه زمونږ سره لاس یو کړي ترڅو په حکومتي لګښتونو کې زیرکه کمښت رامنځ ته کړو.،،


که چیري جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان د بودیجې د کمښت په برخه کې موافقې ته سره ونرسېږي نو اتوماتیک کمښت به د ملي امنیت او نورو کورنیوو پروګرامونو په برخو کې رامنځ ته سي. ولسشمر اوباما د بودیجې د کسر د کمولو په موخه په بیلابیلو برخو کې د حکومتي لګښتونو د کمولو وړاندیز کړی دی.


ډیموکراتان دغې تګلارې ته متوازنه تګلاره وايي چې په لړ کې به یې د امریکا د مالي نظام خوندیتوب تظمین شي او د ښوونې روزنې او نورو ملي لومړیتوبونو په برخه کې به فیډرالي حکومتي لګښتونه خوندي پاته سي.


په ولسي جرکه ګې د ډیموکراتانو مشرې ننسي پیلوسي د آمریکا د فاکس نیوس په تلویزوني چنیل کې د یکشنبې په ورځ داسي وویل: ،، د امریکا خزانې ته د امریکایانو د ښوونې او روزنې د برخې پرته بل هیڅ شیْ زیاتې پیسې نسي راوړلای. فلهذا مونږ ته په کار ده چې دا درک کړو چې د لګښتونو د کمولو کومې تګلارې مونږ ته په راتلونکې کې ګټه رسوي او کومې یې تاوان پېښوي.،،

ډیموکراتان په دې باور دي چې پر بډایه آمریکایانو دي د مالیاتو د معافیت قوانین یا حذف شي یا دي محدود شي ترڅو د دوي د مالیاتو له لارې د آمریکا حکومت زیاته اندازه عاید ترلاسه کړي، خو زیات شمیر جمهوري غوښتونکي بیا د مالیاتو د لوړوالي سره مخالفت لري. جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین هم د آمریکا د فاکس نویس په تلویزوني چینل کې د یکشنبې په ورځ خبرې وکړې او داسي یې وویل: ،،زه نه غواړم چې پر خلګو باندي د مالیاتو لوړوالی ووینم. زه غواړم چې ولسمشر د کانګرس غړي سپینې ماڼۍ ته وروغواړي او ورته ووايي چې مونږ باید دا ستونزه په ګډه سره حل کړو.،،


په داسي حال کې چې په مالي برخو کې دواړو ګوندونو خپل متفاوت دریځونه روښانه کړي دي خو په نورو مسایلو کې داسي ښکاري چې د دواړو ګوندونو ترمنځ به تفاهم وشي لکه د مهاجرت د قانون د اصلاح کولو په برخه کې او د وسلو د کنټرول د قوانینو په برخه کې دواړه ګوندونه تفاهم ته لیواله ښکاري.
XS
SM
MD
LG