د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بوکو حرام ډلې د ځپلو لپاره سرتېري استوي


امریکايي چارواکي وايي له سرتېرو سره داسې ګاډي هم شته چې ماینونه کشفولی او موندلی شي.
امریکايي چارواکي وايي له سرتېرو سره داسې ګاډي هم شته چې ماینونه کشفولی او موندلی شي.

امریکا کیمرون ته یوه وړه عسکري قطعه استولې ده چې د بوکو حرم د ډلې مخنیوي وکړي. جنرال ډیوېډ راډریگویز چې د امریکا افریقایي پوځي قطعې قوماندان دی وایي چې امریکا کیمرون ته د ٣٠٠ عسکرو د لیږلو ژمنه کړې وه او اوس یې ٩٠ عسکر ولیږل.

هغه پوځي تجهیزات چې امریکا کیمرون ته استولي دي پکې داسې پوځي ګاډي هم شامل دي چې ماینونه معلومولی او کشفولی شي.

ډگروال جین جیکس چې د امریکایې قطعې مشري کوي وایي چې دا به د کیمرون سره د بوکو حرم د ډلې په خلاف په جگړې کې مرسته وکړي.

نوموړی وايي دا داسې ګاډي دي چې کیمرون یې په خپله نه لري خو هغه د دغو وسایلو په هکله نور تفصیل ورنکړل.

نوموړي وویل "دا ګاډي عسکر د گزمې په وخت خوندي ساتي په خاصه توگه د ماینونو په مقابل کې یې خوندي ساتي."

د بوکو حرام ډله

د بوکو حرم ډله په نایجیریا کې زیاته فعاله ده، له تېرو څو کلونو راهیسې د کیمرون په شمالي سرحد باندې یې فعالیتونه شروع کړيدي او ماینونه خښ کړي دي.

هغوی په دغه سیمه کې ډیر ځانمرګي بریدونه هم کړیدي چې په کې شاوخوا ١٠٠ ملکیان وژل شويدي.

تېره اوونۍ د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د۳۰۰ سرتېري به کیمرون ته استوي چې د بوکوحرم د ډلې په خلاف په جگړې کې د هغه هېواد سره مرسته وکړي.

جنرال ډیوډ راډریگویز چې په سټټگارټ کې د امریکا افریقایي پوځي قطعې مشري کوي وایي چې په دغه ګډو پوځي عملیاتو کې د کیمرون سربېره د نایجیریا، چاډ، نایجیر او بینن سرتېري شامل دي؛ دغه هېوادونو د بوکوحرم د ډلې په خلاف هوایي بریدونو هم کوي.

هغه وايي "د دغه ماموریت هدف دا دی چې په استخباراتي برخې کې د کیمرون د عسکرو سره مرسته وشي او په ګډو عملیاتو کې د افریقا سره مرسته وشي زما په فکر په دی عملیاتو کې به د امریکا د ٣٠٠ نه کم شمېر سرتېري برخه واخلي."

د بوکو حرم ترهګرې ډلې د شپږو کلونو په مودې کې په زرګونو خلک وژلي او برمته کړیدي؛ د بوکوحرم ډلې لومړی په نایجیریا هېواد کې فعالیتونه پيل کړل خو اوس په گاونډیو هېوادونو کې هم فعالتیونه کوي.

د دغې ډلې په خلاف دا اوس وخت د افریقا ایتلافي ځواکونو ٨٧٠٠ سرتېري جنګیږي؛ امریکا تېرکال د بوکو حرام ډله د ترهگرو ډلو په لست کې شامله وه او د دغی ډلې د مشر شیکاو په سر یې اووه میلیونه ډالرو انعام کیښود چې د قانون منگولو ته وسپارل شي.

د بوکو حرم د ډلې په خلاف کیمرون د امریکا نه د مرستې غوښتنه کړي وه.

XS
SM
MD
LG