د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او برتانیې د نجونو د تعلیم لپاره ګډه همکاري پیل کړه


میشل اوباما په لندن کې د یوه ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل

میشل اوباما په لندن کې د یوه ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو سره وکتل

امریکا او برتانیې نن اعلان وکړ چې په جګړې ځپلو هیوادونو کې به د ځوانو جینکیو د تعلیم لپاره په ګډه کار کوي.
د امریکا د ولسمشر براک اوباما میرمن میشل اوباما دغه اعلان نن د سه شنبې په ورځ په لندن کې وکړ. دواړو هیوادونو وویل چې په نړۍ کې به د ځوانو نجونو سره د ښوونې او روزنې په برخې کې همکاري کوي تر څو د هغوي ژوند ښه شي.

میرمن اوباما په لندن کې په یوه ګردي میز کې وویل چې " د دې پروګرام له برکته به د نړۍ شاوخوا دوه شپیته میلیونه جینکیو ته د ښوونې او روزنې فرصتونه برابر شي ځکه چې د هغوي وړتیا د تعلیم نه کولو په خاطر عبث کیږي."

دواړو هیوادونو اعلان وکړ چې یوازې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کې به د جینکیو د تعلیم لپاره په راتلونکو پنځو کالونو کې یو سل اتیا میلیونه ډالر مصرف کړي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شویدي چې " دا ډول پروګرامونه د کانګو د دیموکراتیک دیموکراتیک سره مرسته کوي چې د څو کالونو کړاونو او تکالیفو نه ځان خلاص کړي."

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې اشاره د تشدد نه ډکې هغه سیاسي شخړې ديچې د څو کالونو راپدیخوا پدغه هیواد کې روانې دي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شویدي چې "د دې پروګرام نه به په راتلونکو پنځو کالونو کې اوه سوه او پنځه پنځوس زره جینکۍ ګټه واخلي چې عمرونه یې د لسو او اتلسو کالونو په منځ کې وي. "د ددې پروګرام له مخې د نجونو او هلکانو سره مرسته کیږی چې ښوونځيو ته ولاړ شي، میندې او پلرونه او ټولنې دیته هڅول کیږي چې د جینکیو د تعلیم ملاتړ وکړي او ښوونځیو سره مرسته کیږي چې ددرسي مواد کیفیت ښه کړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شویدي چې دا پروګرام به په سرایلیون او لایبریا کې هم د جینکیو د تعلیم لپاره تطبیق شي.

د دغه پروګرام طرفداران وایي که چیرته د جینیکو سره د ښه کیفیت لرونکي تعلیم په حاصلولو کې مرسته وشي، نو هغوي به ښه ژوند ولري، خپله کورنۍ به په سالمه توګه ورزوي او پدې سره به د ټولنو او کورنیو د ژوندانه چارې هم بهتره شي.

XS
SM
MD
LG