د لاس رسي وړ اتصالات

پر سوریې د امریکا او بریتانیې دقوې د استعمال پلان


د برتانیې یوه ورځپاڼه لیکي چې امریکا اوبرتانیه په سوریې کې د قوې د استعمال لپاره پلان جوړوي.

دسپینی ماڼۍ له خوانه په دې برخه کې ویل شویدي چې د امریکا ولسمشر ښاغلي اوباما تراوسه پورې دا فیصله نده کړې چی ایا نظامي عملیات به وکړي اوکه نه.

دامریکا د دفاع وزیر چک هېګل دیکشبنی په ورځ وویل چی آمریکايي قواووې دعملیاتو لپاره چمتو دي که چیرې ولسمشر براک اوباما دغه عملیات منظور کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبی په روځ کله چې هغه له جان کیري سره خبرې وکړلی، په دی مسله باندی چی پوځ اقداماتوته چمتو دي سخته اندیښنه څرګنده کړه.

له بل پلوه د سوریې ولسمشر بشار الاسد په هغه مرکه کې چی د دوشنبی په ورځ په روسیه کې خپره شوله ، خبرداری ورکړ چې د امریکا نظامي مداخله به ناکامه شي. بشارالاسد د خپل هېواد رسمي دریځ چې کیمیاوی وسلې یې ندي استعمال کړی بیا تکرار کړ.

فرانسه اوبرتاینه چې له تیرو دوو کلونو راهیسې دسوریې پر حکومت د سوریې دحالاتو له امله انتقادونه کوي په دې غورکوی چې د سوریې روانو شخړو ته څه ډول ځواب ووايي.

دبرتانیی دبهرنیو چارووزیر ویلیم هیگ د دوشنبی په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت دشوری د رایو له اتفاق نه پرته هم په یادشوي اقدام لاس پوري کول ممکن دي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې تراوسه پورې په دی برخه کوم اقدام ندی شوی.

دترکیې دبهرنیو چارو وزیرداوت اوغلو وویل د ده حکومت دیته چمتو دی چی د سوریی خلاف په یوه نړیوال ایتلاف کې برخه واخلی ان تردی چی که دامنیت شوری په دی برخه کی متحده هم نه وي.


XS
SM
MD
LG