د لاس رسي وړ اتصالات

ټېلرسن د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مخکښ نوماند دی


ښاغلي ټېلرسن د خپلې کمپنۍ لپاره، له روسیي سره ډېرې سترې اقتصادي معاملې کړي دي
ښاغلي ټېلرسن د خپلې کمپنۍ لپاره، له روسیي سره ډېرې سترې اقتصادي معاملې کړي دي

د اېکسان د تېلو د شرکت رئیس ریکس ټېلرسن د بهرنیو چارو د وزارت لپاره تازه او مخکښ نوماند گڼل کېږي.

خو رویټرز د یوې خبري سرچینې له قوله لیکي چې په رسمي ډول لا ورته د بهرنیو چارو دوزارت د څوکۍ وړاندیز ندی شوی. د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ د قدرت د انتقال هیئت یوه سر چینه چې د خپل نوم د څرگندولو نه ډډه کوي، وې ویل چې د ٦۴ کلن رېکس ټېلرسن نوماندي به ډیر ژر اعلان شي.

د منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ ویاند جیسن میلر اعلان وکړ چې ددغې ډېرې مهمی وظیفی لپاره به په ډیر نیژدې وخت کې یوڅوک ونومول شي.

پخپله منتخب ولسمشر دونالډ ټرمپ داخبره نده تایید کړې چی ښاغلی ټیلرسن به دې وظیفی ته رسما ونومول شي، خو د فاکس له خبري چینل سره یې په یوه مرکه کې وویل چې دا نومونه مناسبه ده ځکه چې ټېلرسن په نړۍ واله کچه معاملې ترسره کوي.

له فاکس سره به د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپمرکه نن دیکشنبی په ورځ به خپره شي. دونالډ ټرمپ وايي" زما لپاره دهغه ستره وړتیا په دې کې ده چې په نړۍ واله کچه ستر مشران ډېر ښه پېژني. هغه د ځان لپاره نه، بلکه د خپلې کمپنۍ لپاره، له روسیي سره ډېرې سترې اقتصادي معاملی سرته رسوي".

ریکس ټیلرسن د اېکسان دتېلو کمپنۍ درئیس په توگه د روسیې په شمول د نړۍ په پنځوسو هېوادونو کې دایکسان شرکت تجارتي کاروبار سنبال کړی دی. دایکسان دتېلو شرکت او د روسیې ستره دولتی کمپنۍ روزنېفت ترمنځ له ٢٠١١راهیسې په لسو سترو تجارتي معاملو کې شریکان دي.

له روسیې سره شخصي اړیکې

د ښا غلي ټېلرسن په اړه د مبصرینو لپاره داندېښنې وړ یوه خبره داده چې هغه ددولتي کار هېڅ تجربه نلري، ځکه ټول کار ېې د ایکسان د تېلو په تجارتي کمپنۍ کې کړی دی.

بله داده چې یوشمېر نورو ته د روسیی له ولسمشر ویلادی میر پوټېن سره دهغه شخصي اړیکې هم داندېښنی وړ ي. په 2013 کې ټېلرسن ته د ولسمشر ویلادي میر پوټین له خوانه دروسیې دملگرتیا جایزه ورکړل شوله.

له همدې امله ښايي په سنا کې د روسېې له ولسمشر ویلادي میر پوټین سره د ټېلرسن پرشخصي اړیکو د هغه دمنظوریدلو په غونډه کې ډېر بحث او غور وشي.

داخبره په سنا کې د وسله والو خدماتو د جرگه گۍ رئیس جان مکین وکړله. نوموړی له ډېر پخوا راهیسې د ویلادی میر پوټین پر پالیسیو نیوکې کوي.

له روسیې سره د اړیکو ښه کول

ریکس ټیلرسن د سه شنبی په ورځ له منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې کانډولیزا رایس او ددفاع د پخواني وزیر رابرت گېټس په سپارښت ملاقات وکړ. د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د عبوري ډلې یوه چارواکي وویل چې منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دټیلرسن تجربه وستایله.

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ژمنه کړې وه چې له روسېې سره به د نېژدې اړیکو د ټېنگولو لپاره کار وکړي. د متحده ایالاتو اوروسیی اړیکې هغه وخت ترینگلې شولې چې ولسمشر پوټین، د کرایمیا چې د یوکراین یوه برخه ده، د نیولو امر وکړ. ترهغې وروسته ېې د سوریی د ولسمشر بشار الاسد پوځي ملاتړ پیل کړ.

یو اړخیزې لاسوهنې

د متحده ایالاتو د ا ستخباراتو ادارو له خپلو تحقیقاتو نه دا نتیجه اخیستې ده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په وروستیو پړاوونو کې روسېې په دې ډول مداخله وکړله چې له ډانلډ ټرمپ سره د جمهوري ریاست په گټلو کې مرسته وکړي. د استخباراتو نیتجه گیري پردې بنسټ بناده چې روسانو نه یوازې د دموکرات گوند د ادارو په کمپیوټرونو کې لاس وهلی و، بلکه د جمهوري گوند د ملي کمېټی په کمپیوټري سیسټم کې ېې هم لاسوهنه کړې وه.

خو جمهوري غوښتونکیو دا رپوټونو او ددې خبرې احتمال په کلکه رد کړی دی. د سنا د مجلس مشر پدې اړه د پوره څیړنو غږ کړی دی.

ددې پېښې بشپړجزییات د واشنگتن پوست په ورځپاڼه کې هم راغلي دي.

XS
SM
MD
LG