د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او رامني دواړه آمریکا ته خپلې پالیسۍ غوره ګڼي


د امریکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د ګوتو په شمیر څو ورځې پاتې دي. ولسمشر اوباما او رامني دواړه خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي چې امریکایانو ته خپل پیغام ورسوي.

د امریکا ولسشمر بارک اوباما د جمعې په ورځ د څلویښت ساعته کمپاین وروسته د خپلې انتخاباتي مبارزې څخه یوه لنډه وقفه واخیسته. په داسي حال کې چې جمهوري غوښتونکي سیال یې میت رامني یوه غټه اقتصادي وینا درلوده چې په ترڅ کې یې امریکایانو ته د ولسمشر اوباما په مقابل کې د خپلې اقتصادي پالیسۍ توپیر بیان کړ. دواړه کاندیدان هڅه کوي چې رای ورکونکي قانع کړي چې پالیسۍ یې د امریکا په درد خوري او دا چي د دوي پالیسۍ به بې کاري کمه کړي او د هیواد اقتصاد به ښه کړي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د ام ټې وي سره په مرکه کې ځوانو امریکایانو ته مخ ورواړوی. ۱۱ ورځې پاته دي چې امریکایان یا ولسمشر اوباما د دویمې دورې دپاره کاندید کړي یا میت رامني د لومړۍ دورې دپاره ولسمشر کړي. ولسمشر اوباما هڅه وکړه چې ځوان امریکایان رای ورکونې ته وهڅوي ځکه د هغه په وینا د دوي رایې ډیرې مهمې دي.

د مرکې پر مهال د ښاغلي اوباما څخه د وسلوالو جنایتونو په هکله پوښتنه وشوه. ښاغلي اوباما په ځواب کې وویل چې وسلې یواځي د ستونزې یوه برخه ده. ،،وسله وال جنایت د لویې ستونزې یوه برخه ده. بله برخه یې دا ده چې ځوانان د راتلونکې په هکله ډیر لږ هیلې لري او د ځانه سره وايي چې د وسلې د تشدد له وجې به یا مړ سم یا به بندي یم. په داسي ناهیلې کې دوي هر ډول خطر ته زړه ښه کوي.،،

بل پلوه د ولسمشر جمهوري غوښتونکي سیال پرون د جمعې ورځ په اوهایو او آیوا کې په کمپاین تیره کړه. ښاغلي رامني د آیوا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل چې د دوي ایالت د راتلونکو څلور کلونو لپاره د امریکا د ولسمشر په ټاکنو کې مهم رول لوبولای شي ،،تاسو پوهېږیْ چې څلور کاله مخکي ولسمشر اوباما ډیر څه ویل خو اوس د خپلو خبرو نه پرشا شوی او هڅه کوي چې د خلګو پاملرنه د غټو مسایلو نه و کوچنیو مسایلو ته واړوي.،،

جمهوري غوښتونکي کاندید میت رامني د خپلې اقتصادي پالیسۍ په هکله نور جزیات ورنکړل چې د مالیاتو قانون به یې د ولسمشر اوباما سره څومره توپیر لري او دا چي د ولسمشر اوباما له خوا تصویب شوی د روغتیا قانون به څنګه لغوه کړي. خو رامني پر دې ټینګار کوي چې هغه به د خپل تجارتي مسلک او مهارت نه کار واخلي او په راتلونکو ۴ کلونو کې به امریکایانو ته ۱۲ میلیونه وظیفې پیدا کړي.

بل پلو ولسمشر اوباما بیا ادعا کوي چې د اقتصاد په رغونه کې په تیرو څلورو کلونو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی خو دغه پرمختګ په کافي اندازه چټک نه وو. ولسمشر وویل چې د میت رامني پالیسۍ به د هیواد چارې یواځي لا پیسي خرابې کړي.


وروستي معلومات دا دي چې په امریکا کې د سینډي په نامه موسومي توپان پر لارې دی چې سیمې ته سبا د یکشنبې په ورځ رارسېږي. جمهوري غوښتونکي کاندید رامني په ویرجینیا ایالت کې خپل د کمپاین ځینې ویناګانې لغوه کړي دي. د ولسمشر مرستیال جو بایډن نن هلته خپله وینا لغوه کړه په داسي حال کې چې رامني خپله د سبا وینا لغوه کړه.

د سینډي په نامه موسومي توپان د امریکايي چارواکو له خوا له نږدې څارل کېږي ځکه دغه توپان کولای شي چې په څو ایالتونو کې د مخکي له وخت رای ګیرۍ مخنیوی وکړي. ولسمشر اوباما په خپله تیره اونۍ په خپل ایالت ایلینوی کې خپله رای ورکړه. هغه د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې رای مخکي له وخت نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG