د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس ماڼۍ ته نژدې ډزي شوي


عیني شاهدان وایي چې هغوي یو کس د کانگرس د ماڼۍ خوا ته لیدلی و چې ټوپک ورسره و.
عیني شاهدان وایي چې هغوي یو کس د کانگرس د ماڼۍ خوا ته لیدلی و چې ټوپک ورسره و.

د امریکا د متحده ایالاتو په پایتخت واشنگټن ډي سي ښار کې د کانگرس ماڼۍ ته نژدې په هغه ځاي کې چې هلته سیلانیان راغونډیږي، ډزي وشوی او د هغې نه وروسته پولیسو دغه سیمه محاصره کړه.

عیني شاهدان وایي چې هغوي یو کس د کانگرس د ماڼۍ خوا ته لیدلی و چې ټوپک ورسره و.

د مارچ په ٢٨ د دوشنبې د ورځې په ماسپښین په واشنگټن ډي سي کې پولیسو د متحده ایالاتو د کانگرس شاو خوا او سپینه ماڼۍ ته غزیدلې لارې هغه وخت وتړلی چې یو سړي خپله وسله د مانگرس د ماڼۍ د سیلانیانو د راغونډیدو په ځای کې د یو ساتونکي په لور په نښه کړه.

د کانگرس د ماڼۍ د پولیسو مشر ماتیو وردروسا وویل چې دغه تورن وسله وال شخص ٦٦ کلن لري ډاوسن نومیږي او د تینسي ایالت د نشویل د شاوخوا اوسیدونکی دی.

ډاوسن د پولیسو له خوا په مرمیو ټپي کړای شو او بیا روغتون ته انتقال شو.

د پولیسو مشر وویل چې " د لومړنیو پلټنو له مخې مونږ په دې باور یو چې دا یواځې د یو شخص کار و چې هغه دمخه څو ځلې د کانگرس انگړ ته ننوتی و او دا کار له یو جنایي عمل پرته بل څه نه دي:"

د کانگرس غړي د ایستر یا مسیحي اختر د رخصتیو په خاطر د دوشنبې په ورځ رخصت و خو زیات شمیر سیالانیان د کانگرس په لیدنه بوخت وو چې دغه ډزې وشوې.

پولیسو وویل چې په ډزو کې یوه ښځه چې هلته ولاړه وه سرسري ټپي شوی او بل هیڅ کوم امنیتي کارکوونکي ته زیان نه دی رسیدلی.

ډاوسن د اکتبر په میاشت کې د کانگرس انگړ ته په غیر قانوني ننوتلو او د استازو د مجلس په گالرۍ کې په داسې حال کې په یو پولیس منصبدار باندې په برید کولو تورن شوی و چې د انجیل ایالتونه یې لوستل او ویل یې چې زه د "خدای پیغمبر" یم.

پولیس وایي چې ډزې د کانگرس د سیالانیانو په مرکز کې شوی وی چې د شاو خوا لارو د تړل کیدو سبب شوی. په داسې حال کې چې په راتلونکو دریو ورځو کې په واشنگټن ډي سي کې د اتومي امینت غونډه کیږي د امریکا د پایتخت امنیتي فضا سخته شوی ده.

په ١٩٨٨ کال کې د یو وسله وال شخص په برید کې د کانگرس دوه امنیتي منصبداران وژل شوي وو چې ددې پیښې وروسته د کانگرس د سیالانیانو په مرکز کې امنیتي تدابیر سخت شول.

XS
SM
MD
LG