د لاس رسي وړ اتصالات

اګست د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه


اګست د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه
اګست د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه

د اګست میاشت، چې پرون پای ته ورسیده، په افغانستان کې د جګړې د پیل راهیسي د امریکایي ځواکونو لپاره تر ټولو ډیره خونړی میاشت وه.

په دې میاشت کې شپږ شپیته امریکایي سرتیري ووژل شول.

تر دې وړاندې د دوه زره لسم کال د جولای میاشت تر ټولو خونړی وه، چې پنځه شپیته سرتیري په کې وژل شوي وو.

د اګست په وژل شویو سرتیرو کې دیرش تنه په میدان وردګ ولایت کې د یاغیانو لخوا د چینوک هليکوپتر د ویشتلو په پیښه کې وژل شوي وو.

له بلې خوا ناټو نن اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې یو عسکر د افغانستان په یوه ختیځه سیمه کې د بم په چاودنه کې مړ شو خو په دې اړه یې نور څه معلو مات نه دي ورکړي.

سږ کال په افغانستان کې تر اوسه پورې ٣٩٠ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

طالبانو اوس زیاتره د سړکونو په غاړه په کور کې جوړ شوي بمونه ښخوي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه او ملکي خلک دواړه په کې وژل کیږي.

تېره میاشت ملګرو ملتونو وویل چې سږکال په افغانستان کې د پروسږ کال په مقایسه دسړک پر غاړه دبمونو په چاودنو کې تلفات ١٧ فیصده لوړ شوي او ګڼ شمېر ملکي خلک په دغو پېښو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG