د لاس رسي وړ اتصالات

کیري: شمالي گاونډیان د افغانستان په ثبات کې نقش لري


نومبر لومړۍ نیټه، جان کېري د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره په سمرقند کې ولیدل
نومبر لومړۍ نیټه، جان کېري د ازبکستان له ولسمشر اسلام کریموف سره په سمرقند کې ولیدل

له ولسمشر اسلام کریموف سره تر لیدلو وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د یکشنې په ورځ په سمرقند کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان شمالي گاونډیان له څه مودې راهیسي د خپلو جنوبي پولو لخوا د بې امنۍ د پراخیدلو اندیښنه لري او واشنگټن هڅه کوي چې قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړي.

ښاغلي کېري وویل "امنیت تر ټولو لویه ستونزه ده چې نن مونږ ورسره مخامخ یو. زه پوهیږم چې تاسو هم د افغانستان په اړه داسې اندیښنې لرئ لکه مونږه یې چې لرو- د افغانستان د ثبات، د متحدین د پاتې کیدو لیوالتیا چې د امنیت د راوستو لپاره په مبارزې کې مرسته کوي او هغه ستونزې چې افراطي مذهبي تندلارو له خوا پیښه ده."

د ترهگرۍ سره په جگړه کې ازبکستان د متحده ایالاتو ستراتیژیک متحد دی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د کمپاین سره لوژستیکي مرستې کوي.

ښاغلي کیري د سفر په لومړي پړاو کې د شنبې په ورځ په بشکیک کې د قرغیزستان له ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره کتلي و او تمه کیږي چې د ترکمن چارواکو سره به د ټاپي د ګازو د پروژې په اړه خبرې وکړي.

د بشري حقونو اندیښنه

د اسلام کریموف سره د ښاغلي کیري لیدنه یوه بې ساري پیښه ده چې د متحده ایالاتو لومړۍ درجه دیپلومات د هغې سیمې له یو مستبد واکمن سره خبرو ته کیناست.

د ازبکستان ٧٧ کلن ولسمشر له ١٩٩٠ کال راهیسي د قدرت په گدۍ ناست دی او د بشري حقونو څخه د سرغړونې نیوکې پرې کیږي. د کېري سره یې د لیدلو پر مهال وویل "زه ډیر خوشاله یم. دا زمونږ لپاره د ویاړ خبره ده چې تاسو وخت پیدا کړ او ازبکستان ته مو سفر وکړ."

کریموف په خبری کنفرانس کې پر ده باندې د کیدونکو نیوکو ځواب ورنکړ خو ښاغلي کېري وویل چې په دې هکله به د ولسمشر کریموف او د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه "د بشري حقونو د اهیمت، د شخصي مدني ازادیو پر موضوع او په ټولنیز بهیر کې د خلکو پر ونډې به خبرې وشي چې د خپلو هیوادونو د راتلونکې په ټاکلو کې برخه واخلي."

د بشري حقونو نړیوالو ادارو د کریموف حکومت د نړۍ د مستبدو هیوادونو په لست کې اچولی دی. د بشري حقونو په هکله د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په نړیوال راپور کې د ازبکستان په امنیتي سکتور کې شکنجه، د پختې په کښتونو کې جبري کارونه، او اداري فساد ذکر شوي دي.

XS
SM
MD
LG