د لاس رسي وړ اتصالات

چین او امریکا په ډیرو نړیوالو مسایلو کې اختلاف نظر لري


چین او امریکا په ډیرو نړیوالو مسایلو کې اختلاف نظر لري
چین او امریکا په ډیرو نړیوالو مسایلو کې اختلاف نظر لري

د چین جمهوررئیس ددې لپاره ځان چمتو کوی چې امرېکا ته سفروکړی. په دې سفر کې به هغو هڅو ته ډېره پاملرنه کېږی چې ددواړو هېوادونو اختلافات، ددی سبب نشی چې ددواړوهېوادونو اړېکی په عمومی ډلو له لاری نه واوړي. دامرېکا غږ خبرېاله ستېفني هو له پېکنگ نه رپوټ راکوی چی ددغه هېواد په معتبرو ورځپاڼو کې د سږ کال سرلیکونه زیات په هغو مساېلو باندی لیکل کېږی چی دواړه هېوادونه پکې اختلاف نظر اوځېنی وخت مخالف درېځونه لری.

تېر کال د امرېکا او چېن په اړیکو کې ډېر سخت کال و. په دې کال کې د نظر اختلافات په څرگند ډول تر موافقو نظرونو دېوې ېا څو مساېلو په برخه کې ډېر وو. هغه تصور چې ېوکال مخکی، په چېن کې د امرېکا د سفېر جان هنټسمن له خوانه وړاندی شوی و هغه اوس هم دامرېکا او چېن په اړېکو کې دېو لارښود اصل په توگه موجود دي.

په چېن کې دامرېکا سفېر هنټسمن داسی وايی: "... په داسی حآل کې چې فضا ښايی وخت په وخت له ازمېښتونونه ډکه شی، موږ به ددواړو خواونه داسی تبصری واورو چې دهغو مساېلو په برخه کې خبری کوی چی موږ پرې موافق نه ېو. په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ اختلاف نظر لرو. زه فکر نه کوم چې بل څوک به درته په دې برخه کې بل ډول خبره وکړی. زموږ داړېکو د پېاوړېتوب مېچ به دا وي چې ایا کولی شی چی دا اختلافات ضمنی وگڼي."

دا ختلاف نظر ېوه منبع د بشری حقوقو مسله ده. د چېن خپرونې ادعا کوی، دنوبل جاېزه چې ناراضی زندانی لېوژېابو Liu Xiaobo ته ورکړل شوله ، داننداره په لوی لاس د ېو شمېر لوېدېزو هېوادونو لکه دامرېکا متحده اېالاتو له خوانه د چېن د سپکاوی لپاره جوړه شوې وه. په چېن کې دامرېکا د سفارت مرستېال رابرت گولډبرگ دتېرکال دنومبر په مېاشت کې له هغی محکمی نه بهر ولاړ و چې ژو پکې دمرافعی خواست کړی و.

په چېن کې دامرېکا د سفارت مرستېال گولډبرگ داسی وايی: "موږ رسمی غوښتنه وکړله چې د ډاکټر ژو، دمرافعی په محکمه کې حاضرسو او دهغه غوښتنه واورو. او هغه ته د مدافع وکېل ملاتړ برابر کړو. داکار د چېن اوامرېکا د ١٩٨٠ مېلادی کال دکونسلر کانوېنشن سره برابر دی. خو د پېکنگ دخلکو عالی محکمی داغوښتنه رد کړله. هغوی دا غوښتنه ردکړله او دعلت په برخه کې ېې هېڅ ډول توضېح ورنکړله. "

دواشنگټن او پېکنگ اختلاف نظر دشمالی کورېا په مسله هم شته دی. شمالی کورېا د جنوبی کورېا پرېوه ټاپو باندی دتېرکال دنومبر په مېاشت کې دتوپونو ډزی وکړلی او څلورکسان ېې پکې ووژل.

دامرېکا متحده اېالاتو په دې برخه کې په چېن غږ کړېدی چی د اوږدی مودی انډېوال هېواد دشمالی کورېا دمهار کولو په برخه کې نور اقدامات هم وکړي. خو چېن له دې نه ډډه کوی چې پر شمالی کورېا کومه پړه ور واچوي. پردی سر بېره چېن دامرېکا او جنوبی کورېا پر نظآمی تمرېنونو باندې په دې سبب انتقاد کړېدی چې په سېمه کې، سېاسی کشونه او خړ پړ تېا زېاتوی.

د چېن دخارجه وزارت نطاق هانگ لي د چېن ددرېځ په برخه کې د شمالی کورېا دنومبر له برېدنه وروسته داسی ووېل :

"... چېن په دې عقېده دی چې داډېره ضروری خبره ده چې دا جنجال بېرته سمی لارې ته برابر کړی شی او هغه داده چې په دې مسله خبری اترې او مذاکرات بېرته پېل شی. "

په همدی سبب پېکنگ پرهغو شپږ و هېوادونو غږ کړېدی چی پخوا د شمالی کورېا د اټومی جنجال په برخه کې په شپږ ملېتی خبرو کی دخېل وو، چی بېا سره ېوځای شی او دکورېا په ټاپو وزمه کې د دغه تازه جنجال داوارولو لپاره هڅی وکړی.

رپوټ وايی چې د چېن د پېسو دتبادلی دارزښت او چېن د تجارت په زېاتوالی کې هم له امرېکا سره په منظمه توگه داختلاف نظر عوامل موجود دی. دامرېکا ډېرکره کتونکي وايی چې چېن ځانته په ناانصافې سره تجارتی گټه ترلاسه کوی او په لوی لاس دخپلې پېسی ارزښت کمزوری ساتی.

ېوشمېر ماهران وايی چې ېوڅه نور عوامل هم شته دی چې په دې تازه وخت کې د چېن اوامرېکا ترمنځ دنظر اختلافات زېاتېږي.

وانگ ډانگ د پېکنگ په پوهنتون کې د نړېوالو اړېکو پروفېسور په دې برخه کې داسی وايی :

"... دا څرگنده ده چې تاسی دا وېنی چې چېن د ېوه نړېوال قدرت په لوري د بدلون په درشل کې دی. چېن را پورته کېږی. خو امرېکا په دې برخه کې په نسبی ډول، په نسبی زوال کې واقع ده. په دې سبب په ډېرو شېانو کې داختلاف نظر لپاره د جوړښت د بدلون له امله دلاېل موجو د دي. دوېمه خبره داده چې د فکر او تصور خلا، چې سبب ېې کلتوری اختلافات دی، هم په دې منځ کې موجوده ده. له بل پلوه موږ له ېوې خوانه دنادرست تصوراو چېنایی ملېت پالنی مسله لرو، او له بل پلوه ددواړو هېوادونو ترمنځ داخلی سېاست هم په دواړو هېوادونو کې پرمساېلو اغېزه کوی. نو زه فکر کوم چی پکارده موږ په دې برخه کی ډېر پراخه دلاېل په نظر کې ولرو".

ماهران دامرېکا او چېن د اړېکو په باب وايی چې د جمهوررئېس هوجنتاو سفر به واشنگټن ته په دې مېاشت کې دهغو هڅو ېوه برخه وي چی ددواړو هېوادونو ترمنځ د ځېنی مساېلو په برخه کې شرېک ټکي او اهداف پېداکاندی. همدارنگه دهغو مساېلو په برخه کې فهم او درک پېداکاندی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ پکې اختلانظرونه پاتی کېږي.

XS
SM
MD
LG