د لاس رسي وړ اتصالات

چینایي مبارز د پیکنګ نه نیویارک ته راځي


چینایي مبارز چن ګوانګچین چې د څو اونیو راپدیخوا د امریکا او چین تر منځ د سیاسي ناندریو لامل ګرځیدلی ؤ، نن امریکا ته را روان شویدی.

ښاغلی ګوانګ چنګ د شنبې په ورځ د ماسپښین پر وخت د پیکنګ د هوایي ډګر نه روان شو او تمه کیږي چې د هغه الوتکه به د واشنګټن پر وخت نن ماښام د نیو جرسي ښار ته راورسیږي.

ګوانګ چین چې په هوایي ډګر کې یې د خپل پرواز لپآره انتظار ایسته د امریکا غږ سره یې په لنډې مرکې کې داسې وویل:

" دی وایي چې کورنۍ یې ورسره دی او خپل پاسپورټونه یې هم ورسره اخیستي دي او زیاتوي چې د نیویارک په لور روان دي. "

ښاغلی چن چې په سترګو معزروه دی، په چین کې حقوقي مبارز دی او په چین د څلورو کالونو لپاره پدې خاطر په زندان کې اچول شوی ؤ چې هلته یې د جنین د سقط او نورو چارو په اړه د حکومت په خلاف خبرې کړې وې.

هغه په 2010 میلادي کال کې د زندان نه خوشې شو او تر هغه وروسته بیا په کاله کې نظر بند ساتل شوی ؤ او داسې ښکاري چې وهل شوی هم دی.

د چن ملګری او په امریکا کې د چاینا ایډ په نامه د ټولنې یو غړی پدې خوښ دی چې هغه امریکا ته راځي.

" مونږ پدې خوښ یو چې چن او کورنۍ یې امریکا ته را روانه ده. نن ورځ د ښاغلي چن په شان د خپلواکۍ د مبارزینو لپاره یوه ښه ورځ ده. "

چن د همدې کال د مارچ په میاشت کې د خپل کاله نه وتښتیده او شپږ ورځې یې په پیکنګ کې د امریکا په سفارت کې تیر کړې.

هغه وروسته روغتون ته د درملنې لپاره یوړل شو.

داسې ویل کیږي چې ښآغلی چین ته دا امتیاز ورکړل شویدی چې د نیویارک په پوهنتون کې د حقوقو په څانګې کې خپلې زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG