د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهور رئیس چین ته د سفر بلنه ومنله


چین ته د جمهور رئیس ټرمپ د سفر په اړه ډیر جزئیات نه دي خپاره شوي
چین ته د جمهور رئیس ټرمپ د سفر په اړه ډیر جزئیات نه دي خپاره شوي

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل چینايي، سیال شي د بلنې په اساس په پام کې ده چې له بیجینګ لیدنه وکړي.

تراوسه چین ته د جمهور رئیس ټرمپ د سفر په اړه ډیر جزئیات نه دي خپاره شوي او د هغه د تلو دقیقه نېټه هم معلومه نه ده.

جمهور رئیس ټرمپ په فلوریډا ایالت کې د چین له جمهور رئیس سره تر لیدنې وروسته پرون وویل چې له چینايي هیت سره په خپلو خبرو کې "لوی پرمختګ" شوی دی. ټرمپ زیاته کړې چې "ډیرې بدې بالقوه ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوارې شي."

د چینايي مطبوعاتو په حواله، د چین جمهور رئیس امریکايي مقاماتو ته ویلي چې "د چین او امریکا د اړیکو د ساتلو لپاره زرګونه دلایل شته"

دواړو مشرانو د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه هم خبرې کړي دي او د کوریا د ټاپوزمې د بې اټومي بې وسلې کولو په اړه یې د خپلو همکاریو پر ډیرولو موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG