د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د چین له رهبر سره به مې خبرې جدي وي


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۶] د لومړي ځل لپاره د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره د فلوریډا ایالت د مارالاګو په ماڼۍ کې ګوري.

امریکا ته د چین د ولسمشر د دوه ورځني سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو رهبران د واشنګټن او بیجینګ پر اختلافي موضوع ګانو بحث وکړي.

ولسمشر ټرمپ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي دي چې له چینايي سیال سره یې خبرې به جدي وي:" امریکا د تجارت په برخې کې کسر او د کار روزګار له لاسه ورکول نشي زغملې".

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د امریکايي شرکتونو له خاوندانو سره په یوې غونډې کې ویلي " زه د هغه [ چین ولسمشر] او مل هیت سره یې ملاقات ته سترګې په لار یم او وبه ګورو چې څه کیږي."


د چین او امریکا د چارو یو متخصص، یون سون وایې چې د چین ولسمشر به له امریکايي مقاماتو سره مهم مسایل مطرح کړي.

یون سون وایې: "د چین ولسمشر به په امریکا کې دننه د زیربناوو د جوړولو په برخې کې د خپل هیواد د سترې پانګې اچونې له تحفې سره دې غونډې ته راشي او د ولسمشر ټرمپ سره د کارونو د پیدا کولو په برخې کې به همکاري وکړي. "

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز غړی،سکاټ کینیډي چې د چین حالات څاري، امریکا غږ ته ویلي دي چې ښایي د امریکا او چین د رهبرانو لیدنه د تمې خلاف پاي ته ورسیږي.

کینیډي وایې: " پدې کې هیڅ نشته چې ښایي یو دم به داسې یو خراب کار وشي چې هیڅ تمه یې نه کیدله. ښایي په ټویټر کې یوه جمله به د ملاقات په هکله ټولې وړاندوینې بدلې کړي. او زه فکر کوم چې د مذاکراتو پر ځای به په ملاقات کې ډیر شکایتونه وشي او د چین هیت به پریشانه بیرته ستون شي. "

جمهور رئیس ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د چین په هکله په تنده لهجه خبرې کړې دي. نوموړي ژمنه کړې وه چې د سوداګرۍ په برخې کې به چین ته سزا ورکوي خو تر اوسه یې هیڅ داسې کوم اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG