د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د چین سوله ایز رشد ته ښه راغلاست وایوو


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د چین ولسمشر ژي جینپینګ د امریکا د کلفرونیا په ایالت کې یو لړ غیر رسمي غونډې کوي. دواړو مشرانو د دوو ساعتونو دپاره لیده کاته وکړل او پر انټرنیټي امنیت او شمالي کوریا باندي یې خبرې وکړې. په غونډه کې د آرام سمندر په سیمه کې د امریکا او چین پر حضور باندي هم خبرې وشوې.

د انټرنیټي امنیت په برخه کې باید وویل شي چې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په دې ورستیو کې په سینګاپور کې د یوه امنیتي غونډې پرمهال د چین د انټرنیټی بریدونه یادونه وکړه. ښاغلي هېګل وویل چې انټرنیټي بریدونه د چین په ګډون ټولو ته تاوان پېښوي. وېل کېږي چې د چین له خوا د امریکا د پوځ او ځینو غټو کمپنیو پر انټرنیټي سیستم باندي بریدونه شوي دي.


په داسي حال کې چې ولسمشر اوباما او ولسمشر ژي خپلې لومړې خبرې پیل کړې، ولسمشر اوباما د چین مشر ته وویل چې د امریکا متحده ایالات په سوله ایزه توګه په نړۍ کې د یوه قدرت په توګه د چین د مطرح کېدو بهیر ته ښه راغلاست وايي.،،دا د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه ده چې چین د بریالیتوب پر لوري مزل کوي ځکه مونږ په دې باور یوو چې یو سوله ایز، باثباته او سوکاله چین نه یواځي د چینايانو په ګټه دی بلکې د نړۍ او د امریکا په ګټه هم دی.،،

د چین ولسمشر ژي جینپینګ هم په نړۍ کې د چین د سوله ایز رشد په هکله خبرې وکړې. ،،ما په ډیر واضیح ډول ولسمشر اوباما ته وویل چې چین به په ټینګه د یوه سوله ایز رشد لړۍ ته ژمن وي او دا چي چین به خپل اصلاحات لا زیات ژور کړي او د نړۍ پر مخ به خپلې دروازې لازیاتې پرانیزي. چین به ډیر زیار وباسي چې خپل آرمان ته ورسېږي او هغه د یوه ستر نوي ملي فصل پیل دی. مونږ به زیار وباسو چې د خپل پاک مقصد سره چې د ټول بشریت لپاره سوله او پرمختګ دی، مخ پر وړاندې ولاړ شو.،،


ولسمشر اوباما پر څو مسلو باندي خبرې وکړې چې واشنګټن او بیجینګ پرې د نظر اختلافات لري چې په کښي د سوداګرۍ په برخه کې محافظه کاري او د انټرنیټي غلاګانو او امنیت مسلې شاملې وې. ،،د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې یو داسي اقتصادي نظام غواړي چې پر بنسټ یې هیوادونه د یو شان قوانینو پر اساس عمل وکړي، چیري چې سوداګري په آزاده او عادلانه توګه ترسره سي او چیري چې د امریکا متحده ایالات او چین وشي کړای په ګډه کار سره وکړي چې د انټرنیتي امنیت او د تحقیق د ملکیت او حق مسلو ته په کې پاملرنه وکړي.


په رسنیوو کې ویل کېده چې ولسمشر ژي به د آسیا د آرام سمندر په سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکي امریکايي حضور په برخه کې د چین اندېښنې بیان کړي.

هغه په دې هکله داسي وویل: ،،کله چې زه تیرکال امریکا ته راغلم نو ما وویل چې د آرام سمندر سیمه د امریکا او چین لپاره یوه ډیره پراخه سیمه ده زه اوس هم په همدې باور یم.،،

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما په خپلو څرګندونو کې پر یو شمیر حساسو موضوګانو باندي چې بشري حقوق او انټرنیتي امنیت یې مهمې موضوګانې وې خبرې وکړې خو د چین ولمسشر ژي جین پینګ بیا په خپله برخه کې د بشري حقوقو، شمالي کوریا او انټرنیټي امنیت په هکله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ یې یو لړ اندېښنې رامنځ ته کړي دي خبرې ونکړې. اما دومره یې وویل چې ددواړو هیوادونو مشران د دې دپاره لیده کاته کوي چې په راتلونکي کې د چین او امریکا د اړیکو څرنګوالی ترسیم کړي.
XS
SM
MD
LG