د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سناتورانو او د نړۍ ځینو سازمانونو د کیري څخه د چین د سفر په هکله غوښتنې کړي


Archive

Archive

د بشري حقوقو ډلې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر جان کیري څخه غواړي چې چین ته دي خپل په راتلونکي سفر کې ددغه هیواد د چارواکو سره د مخالفینو په اړه د بد چلند اندېښنې راپورته کړي. تمه کېږي چې چین ته د ښاغلي کیري د سفر مهمه مسله به د شمالي کوریا په هکله خبرې وي.

د عفوی د نړیوال سازمان ، بې پولې خبریالانو ټولنې او څو نورو ډلو د یوه لیک په ترڅ کې د امریکا د باندینو چارو وزیر جان کیري ته ویلي دي چې په داسې حال کې چې واشنګټن د بیجینګ سره خپل اقتصادي ګټې او فرصتونه په پام کې نیسي او د شمالي کوریا په ګډون په نورو مسلو کې د چین د مرستې غوښتنه کوي، په دې لړ کې د بشري حقوقو اندېښنې قرباني کېږي.

په لیک کې راغلي دي چې سره له دې چې چین د بهرني فشار په مقابل کې چې په خپل هیواد کې د بشري حقوقو وضیعت ته وده ورکړي، مقاومت ښيي، خو داسي ښکاري چې پر بیجینګ باندي فشار کار ورکوي.

په لیک کې دغه راز د چین پر حکومت باندي نیوکه شوې ده چې خپل کورني مخالفین ځپي او د تیبیت او زینګ یانګ په سیمو کې یې ناوړه پالیسۍ غوره کړي دي. دغه هیواد دغه راز پر مدني ټولنې باندې هم فشار راولي او د بیان د آزادۍ او د انټرنیټ د رشد مخه نیسي.

په لیک کې همدا شان دا هم ویل شوي دي چې چین ته د ښاغلي کیري سفر یوه ډیره ښه موقع وړاندي کوي چې چین ته وویل شي چې د امریکا او چین د اړیکو ښه والی او کیفیت قسما په دې پوري اړه لري چې دغه هیواد تر څه بریده په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسو کې نړیوال منل شي چې بشری حقوق او نورمونه په پام کې نیسي.

همداشان د امریکا ۲۱ سناتورانو د امریکا د باندنیوچارو د وزیر څخه غوښتي دي چې چین ته دي خپل د سفر په لړ کې ددغه هیواد د چارواکو سره د تیبیت موضوع مطرح کړي.


په یوه لیک چې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو دواړو له خوا ښاغلی کیري ته استول شوی، د ښاغلي کیري څخه غوښتل شوي دي چې چین ته دي خپل د سفر په لړ کې یو لړ ګامونه پورته کړي او د چین د حکومت څخه دي وغواړي چې د تیبیت د مشرانو سره خبرې وکړي.

همدا راز په لیک کې د ښاغلي کیري څخه غوښتل شوي دي چې امریکا دي د تیبیت په چارو کې یو همږغي کونکی وټاکي او د تیبیت په پایتخت لهاسا کې دي یو قونسلګرۍ پرانیزي.

دغه لیک د جمهوری غوښتونکو سناتورانو مارک اډل او مارکو روبیو او ډیموکرات سناتورې ډاین فاینشتاین له خوا لیکل شوی دی.
XS
SM
MD
LG